د ایران ۵ میلیونه خلک په حسیني اربعین کښې ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117066-د_ایران_۵_میلیونه_خلک_په_حسیني_اربعین_کښې_ګډون_کوي
زمونږ خبریال وايي د حسیني اربعین د ځمکې له لارې په سفرونو کښې د ویزو په ختمولو سره د عراق د کورنیو چارو د وزیر له موافقت وروسته اټکل شوی چې د ایران پینځه میلیونه خلک د حسیني اربعین په پلي لاریون کښې ګډون وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 10:17 Asia/Kabul
  • د ایران ۵ میلیونه خلک په حسیني اربعین کښې ګډون کوي

زمونږ خبریال وايي د حسیني اربعین د ځمکې له لارې په سفرونو کښې د ویزو په ختمولو سره د عراق د کورنیو چارو د وزیر له موافقت وروسته اټکل شوی چې د ایران پینځه میلیونه خلک د حسیني اربعین په پلي لاریون کښې ګډون وکړي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې اولسمه یعني د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه  د عراق په کربلا دښتې کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د ورسره وفادارو ملګرو د شهادت اربعین دی او زیارتوال په دغه ورځ په حسیني اربعین مراسمو کښې د ګډون لپاره د عراق په جنوب کښې کربلا ښار ته ورځي.

په تیرو کلونو کښې د نورو هیوادونو ګڼ شمیر مسلمانانو او د نورو دینونو پیروانو هم د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت اربعین ته له پاتې څو ورځې مخکې په پلي مزل  کولو سره ځانونه له نجف او نورو ښارونو  څخه کربلا ته  رسول.

د ایران د زیارتونو او پراخولو او بیا رغولو د کمیټۍ د مشر ځاې ناستي مجید نامجو وویل په تیرو دوو کلونو کښې د ایران زیارتوال ونه توانیدل د عراق د حسیني اربعین په مراسمو کښې ګډون وکړي او تیر کال هم د کورونا د مقرراتو په وجه حسیني اربعین د محدود شمیر کسانو په ګډون سره وشو.

هغه هیله وکړه د عراق د ویزو په ختمیدا سره د روان کال د حسیني اربعین لپاره د ایران کابو پنځوس لکه زیارتوال دغو پرتمینه مراسمو ته استول کیږي.

هغه د روان کال د حسیني اربعین په مراسمو کښې د «خسروي» سرحد د خلاصولو احتمال ورکړ او ویې ویل د نورو اصلي سرحدونو په څنګ  کښې د خسروي سرحد خلاصول به د خلکو ګڼه ګوڼه کمه کړي.