د اسرائیل او د ایران په وړاندې د لوېدیځو هیوادونو ایټمي تبعیض
د ایران او اسرائیل د ایټمي فعالیتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو په تېره بیا د لوېدیځو هیوادونو کړچار ته په کتو سره، یوه دوه ګوني او له تبعیض ډک چلند ښکاري چي د اپارتاید یوه بېلګه ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي وسلو د نه جوړولو تړون یا (ان پي ټي) غړی دی او لومړنی هیواد دی چي په لوېدیځه اسیا کې د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو وړاندیز کړی و، ایران د خپل سوله ایز ایټمي فعالیتونو د ډآډ ورکولو په لړ کې د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس ته د بې سارې پلټنو اجازه ورکړه تر دې حده چي د ان پي ټي تړون له چوکاټ نه بهر هم د ایټمي انرجیو له نړیوال اژانس سره ملګرتیا کړې او معلومات یې ورکړی دی. خو سره له دې لوېدیځو هیوادونو د ایران دغه ښه کړچار او ملګرتیا باندې سرپوښ ایښودل کیږي او له ایران څخه داسي یو تصویر وړاندې کیږي ګواکې ایران په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، حال دا چي د ایران له لوري د ژمنو د تر سره کېدو سربېره، امریکا په ایران باندې غیرقانوني بندیزونه ولګاوه او د ایټمي له نړیوالي موافقې څخه ووتۍ.
په مقابل لوري کې بیا اسرائیلي رژیم هم ایټمي فعالیتونه مخته بیایي، دغه رژیم د ایټمي فعالیتونو په ډګر هیڅ یو نړیوال قوانین نه مني او د ان پي ټي د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او په پراخه پیمانه یې ډله وژنې خطرناکه ایټمي وسلې یې جوړي کړي دي، خو دې ټولو سره سره، د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس هیڅکله د اسرائیل په هکله څه نه وایي او لوېدیځو رسنیو هم په دې هکله چوپتیا غوره کړي او په ایران باندې چټي تورونه لګوي.
لوېدیځو رسنیو او ورسره نړیوالو ټولنو د اسرائیل د خلافورزیو سره سره، د دغه رژیم څخه داسي یو انځور وړاندې کوي ګواکي دغه جنایتکار رژیم په خپلو ټولو ژمنو عمل کوي او په داسي یو مقام کې دی چي د نورو هیوادونو په ایټمي فعالیتونو باندې هم د څار له صلاحیت څخه برخمن دی، یعني په یو ډول د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس عملیاتي یا اجرایي لاس بلل کیږي.
په حقیقت نړیوالي ټولنې او په ټېره بیا لوېدیځو هیوادونو په دغه ډول دوه ګوني او له منافقت ډک چلند سره، د ایټمي اپارتاید یعني تبیض څخه ملاتړ کوي، که د ایټمي انرجیو نړیوال اژانس او نړیواله ټولنه په لومړیو کې څومره چي په ایران څار کوي د هغه نیمایي په اسرائیل کړې وای، اوس به لوېدیځه اسیا له دومره ناامنیو او بحرانونو سره مخامخ نه وای.
اسرائیلي رژیم له همهغه لومړیو څخه د ایټمي وسلو پسې و، لیکن په ظاهر کې داسي تبلیغات کوي ګواکې د دې رژیم ایټمي فعالیتونه سوله ایزي دي، خو په عین حال کې د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس پلټونکو هیڅ ډول لاسرسي نه ورکوي او حتی د څار په هکله خبرو اترو ته تیاریږي هم نه.
په حقیقت کې د فلسطین په هکله د ملګرو ملتونو له پریکړه لیک څخه د اسرائیلي رژیم د سرغړونې یو لامل، همدغه ایټمي وسلې دي چي دغه رژیم سره دي، اسرائیل د لوېدیځو هیوادونو او په تېره د امریکا په ملاتړ ایټمي وسلې تر لاسه کړي او اوس د فلسطین په وړاندې هیڅ ډول پرېکړه لیک ته غاړه نه ایږدي او له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو څخه په سرغړونې سره، د فلسطینیانو په ضد جنایتونو ته دوام ورکوي. د اسرائیل د غیرقانوني کړنو پایلې یوازې په ایټمي ګواښونو پوري نه محدودیږي، بلکه دغه رژیم اوس په نړیواله کچه کې د نړیوالو موافقو په ورانولو او نړیواله اداراتو کې په نفوذ سره، شخړو ته لمن وهي او د بی ثباتی لامل ګرځېدلی دی.