د ایران او پاکستان اړیکې مخ په ودې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117254-د_ایران_او_پاکستان_اړیکې_مخ_په_ودې_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي نړۍ د دوو سترو او اغیزناکو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ژورې اړیکې تل هیله مندونکې او مخ په وړاندې وبللې
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 15, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان اړیکې مخ په ودې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي نړۍ د دوو سترو او اغیزناکو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ژورې اړیکې تل هیله مندونکې او مخ په وړاندې وبللې

حسین امیر عبداللهیان بیګا په یو ټویټ کښې ایران ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري د سفر په هکله ولیکل: نن سبا په تهران کښې د خپل ګران ورور، د پاکستان د خارجه وزیر کوربه وم.

هغه څرګنده کړه چې د پاکستان له خارجه وزیر سره یې د سیاسي او امنیتي اړیکو، سیاحت، تجارت، د زیارتوالو د راتګ، افغانستان او د بندیزونو د ختمیدو په هکله مهمې صلاح مشورې وکړې.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري پرون د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په بلنه، په دوه ورځني سفر تهران ته راغلی دی.

دا په پاکستان کښې د نوي حکومت له جوړیدو وروسته ایران ته د دغه هیواد د یو جګ پوړي چارواکي وړومبنې سفر دی.