د ایران د غړیتوب په محوریت د شانګهای غونډه
د شانګهای د همږغۍ شورا د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې په خپله غونډه کې په دغه سازمان کې د ایران د پشپړه غړیتوب موضوع څېړی.
رحمت الله نوریمبت اف د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ازبکستان استازی په دې اړه وایي: دغه سازمان ته د ایران د بشپړه غړیتوب لاري چاري تیاري شوي او د دې سازمان د ولسمشرانو په راتلونکې غونډه کې چي د سپټمبر په میاشته کې په سمرقند کې تر سره کیږي، موافقه لیک یې امضا لپاره وړاندي کیږي
د شانګهای د همکاریو سازمان چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامینځ ته شو، په وروستیو کلونو کې د پراختیا لپاره خپله اراده څرګنډه کړې او پاکستان او هند ته د غړیتوب په ورکولو سره، خپل د نفوذ ساحه د هند تر براعظم پوري غځولی دی. په دغه امنیتي-اقتصادي سازمان کې د ایران په بشپړه غړیتوب سره، د دې سازمان جغرافیه د لوېدیځي اسیا تر مهمو سیمو پوري غځیږي.
د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو ظرفیتونو ته په کتو سره، لکه د چین او د هند لوی اقتصادونه او ګڼ نفوس نه یوازې د غړو هیوادونو لپاره په زړه پوري بازار رامینځ ته کوي بلکې نور هیوادونه هم دې ته جلبوي چي د دې سازمان د غړو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په لټه کې ووسي.
د بیجینګ د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه جوومارت اوتوربایف په دې اړه وایي: د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د نویو غړو او په تېره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ورزیاتېدا، یوه حقیقي پرمختګ بلل کیږي، ځکه چي ایران د سیمه ایز ثبات یو مهم تامینوونکی دی، د دې سازمان ټوله غړي د ایران له غړیتوب څخه ګټه اخیستلایشي.
اکثره سیاسي محفلونه د شانګهای په سازمان کې د ایران غړیتوب له ختیځو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره د تهران د جدی ارادې ښودونکی بولي. دغه سازمان د نوښتونو، همکاریو او ملګرتیاو پر بیناد رامینځ ته شوی چي د اقتصادي او جغرافیایي له نظره کولایشي په نړیوال ډګر کې په یوه اغېزشیندونکی ارګان باندې بدل شي.
د جغرافیایي او اقتصادي له نظره د ایران وتلی موقعیت ته په کتو سره، د شانګهای په سازمان کې د ایران غړیتوب کولایشي په مختلفو اقتصادي ډګرونو کې په تېره بیا د انرجیو او پټروکمیکل په زمینو کې دغه سازمان نور هم پیاوړی کړي.
د نړیوال اقتصاد د چارو کارپوه مجید رضا حریری په دې اړه وایي: په یو ډول سره ویلایشو چي ایران د نړۍ په څلور لاره کې واقع شوی او ختیځ او لوېدیځ او شمال او جنوب سیمې له یو بل نښلوي، ایران د ټرانزیټ او د مواصلاتو یو مهم مرکز دی چي کولایشي د شانګهای د غړو هیوادونو د کورني سوداګریو او بهرني راکړو ورکړو لپاره مناسبه زمینه رامینځ ته کړي.
د شانګهای سازمان د نړۍ د نیم نفوس او د ۲۳ زره میلیارد ډالره اقتصادی ظرفیت او ۳۰۰ میلیارد ډالر داخلی تجارت سره، د نړۍ په کچه یو تر ټولو مهم سازمان بلل کیږي.
بې له شکه په دغه سازمان کې دایران د اسلامي جمهوریت په بشپړه غړیتوب سره، د هغه په اقتصادي فعالیتونو کې به د پام وړ بدلون رامینځ ته شي، په تېره بیا د انرجیو په زمینه کې ځکه چي ایران د غړیو هیوادونو د ضرورت وړ انرجي ورپوره کولایشي.
تمه کیږي چي شانګهای سازمان له لوېدیځو نړیوالو سازمانونو سره په سیالۍ کې د ټول ګډونو ګټو په نظر کې نیولو سره، د خپلو غړو هیوادونو تر مینځ د تعارضاتو په ختمولو سره، د همکاریو د پراختیا او په نړیوال ډګر کې په رول لوبولو باندې تمرکز وکړي.