ایران او افغانستان د معدنونو په برخه کښې ملګرتیاوې زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117364-ایران_او_افغانستان_د_معدنونو_په_برخه_کښې_ملګرتیاوې_زیاتوي
د معدنونو په لړ کښې ایران له افغانستان سره د مرستو او ملګرتیا د زیاتولو نیت لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 10:45 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د معدنونو په برخه کښې ملګرتیاوې زیاتوي

د معدنونو په لړ کښې ایران له افغانستان سره د مرستو او ملګرتیا د زیاتولو نیت لري

د معدنونو په لړ کښې ایران له افغانستان سره د مرستو او ملګرتیا د زیاتولو نیت لري

پرون په هرات ولایت کښې د ایران سرکنسول او د ایران د معدنونو د اتحادیې مدیر ښاغلي بهرامي د هرات له والي مولوي  نور احمد اسلام جار سره په ملاقات کښې د معدن په برخ کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

بهرامي په دغې کتنې کښې وویل: په افغانستان کښې د امنیت د ضریب په زیاتیدو سره ایران د دغه هیواد د معدنونو په برخه کښې پانګونې ته لیواله دی.

د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار هم په دغه ملاقات کښې د معدنونو په برخه کښې د ایران ملګرتیا ارزښتناکه وبلله او د ایران د پانګونې غوښتنه یې وکړه.