اروپايي هیوادونه د خودکشۍ په حال کښې دي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د «روس نفت» شرکت مشر ایګور سچین وویل اروپايي هیوادونه د ماسکو پرضد د بندیزونو په لګولو سره د انرژۍ د خودکشۍ په حال کښې دي.
هغه په سن پیترزبورګ کښې په نړیوالې اقتصادي غونډې کښې وویل اروپايي هیوادونو د روسیې پرضد د بایکاټونو په لګولو سره په خپلو پښو باندې د ډزونو په حال کښې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغه غونډې کښې په وینا سره د اروپايي اتحادیې د ماسکو پرضد په بایکاټونو نیوکه وکړه او هغه یې لیونتوب وباله.
پوتین د بایکاټ د تبې لګښتونه یوازې په روان کال کښې کابو څلور سوه میلیارډه ډالره اټکل کړل او ویې ویل د اروپايي اتحادیې سیاستوالانو د خپلو هیوادونو اقتصادونو ته سخت تاوان ورسوه کوم چې د زیات انفلاسیون سبب شول.
اروپايي هیوادونو د روسیې او د اوکراین د جنګ په پیلیدا سره په تیرو څو میاشتو کښې په ماسکو د دباو د راوستلو لپاره بیلابیل بایکاټونه تصویب او اجرا کړل خو دغو بایکاټونو اوس د اروپايي هیوادونو لپاره چې ډیر د روسیې د انرژۍ په سرچینو باندې اړونده دي حالات سخت کړي دي.
همدا اوس په اروپايي هیوادونو کښې د تیلو او د ګازو بیې ډيرې زیاتې شوي دي او په نتیجه کښې د ډیرو شیانو قیمونه زیات شوي او د خدماتو بیې هم لوړې شوي دي په دې ډول چې ډیرې اروپايي هیوادونه د انفلاسیون له زیاتیدا او د اقتصادي ودې له کمیدا سره مخامخ دي.