ایران د خبرو اترو له میز څخه نه دی لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117454-ایران_د_خبرو_اترو_له_میز_څخه_نه_دی_لاړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ وخت د خبرو له میز څخه نه دی لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2022 09:18 Asia/Kabul
  • ایران د خبرو اترو له میز څخه نه دی لاړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ وخت د خبرو له میز څخه نه دی لاړ.

هغه بیګا په ټیلي ويژني وینا کښې د ایران د بایکاټونو د لغو کیدا  خبرو اترو ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د خبرو اترو میز نه دی پریښودلی او حکومت اساسا حق او صلاحیت نلري چې د ایران د ملت له حقوقو څخه تیر شي.

بهادري جهرمي زیاته کړه له خبرو اترو سره په یووخت مو له ګاونډیو هیوادونو سره د تعامل په شان د خارجي سیاست په نورو  حوزو کښې خپل وسونه فعال کړي دي.

د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل که چیرې په خارجي سیاست کښې د حکومت تکیه په خلکو ووسي نو هغه وخت نتیجه ترلاسه کیږي.

په داسې حال کښې چې  د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمیدا او اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره د ویانا خبرې اترې د واشنګټن د ضروري سیاسي ارادې د نشتون په دلیل بندې شوي دي امریکا او دریو اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني د صهیونیسټ رژیم په دباونو او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي په ملګرتیا سره په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک صادر کړ.