ایران د خبرو اترو له میز څخه نه دی لاړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ وخت د خبرو له میز څخه نه دی لاړ.
هغه بیګا په ټیلي ويژني وینا کښې د ایران د بایکاټونو د لغو کیدا خبرو اترو ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د خبرو اترو میز نه دی پریښودلی او حکومت اساسا حق او صلاحیت نلري چې د ایران د ملت له حقوقو څخه تیر شي.
بهادري جهرمي زیاته کړه له خبرو اترو سره په یووخت مو له ګاونډیو هیوادونو سره د تعامل په شان د خارجي سیاست په نورو حوزو کښې خپل وسونه فعال کړي دي.
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل که چیرې په خارجي سیاست کښې د حکومت تکیه په خلکو ووسي نو هغه وخت نتیجه ترلاسه کیږي.
په داسې حال کښې چې د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمیدا او اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره د ویانا خبرې اترې د واشنګټن د ضروري سیاسي ارادې د نشتون په دلیل بندې شوي دي امریکا او دریو اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني د صهیونیسټ رژیم په دباونو او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي په ملګرتیا سره په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک صادر کړ.