ایران له تیرو څو لسیزو راهسې د ترټولو زیاتوکډوالو پيټی پر اوږولري
د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل یو ه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د افغانستان ، سورئې ،عراق د کډوالو د منلو په اندازې او د اوکرایني کډوالو په برلاسه بللو کې د بشری حقوقو د مدعیانو کړچار د دوي د ادعاګانو په اپوټه دی .
د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي ووئيل ، دایران اسلامی جمهوریت ، داسلامی ،انساني معیارونو په اساس او د سیمې دهیوادونو ترمینځ د ګټو او مصلحتونو په ساتلو سره ، پر خپلو اوږو ، دترټولو ډيرو پناه غواړو پيټی اوچت کړ ی دی .
نن یعني د غبرګولې دیرشمه نیټه او دجون شلمه نیټه د پناه غواړو نړیواله ورځ ده .د میلیونونو افغان ښاریزو پشمول د هغو میلیونونو انسانانو ددرنښت لپاره یوه ورځ چې پخپلو هیوادونو کې د پرَدَیو نیواکګرانو د شتون ،جنګ،کړاؤ ،بې وځلۍ او ناکراریو او د اور د لمبو د لسګونونو کلونو په دلیل ، کومه خوشاله ورځ نه ده لیدلې او له هغو بوږنونکو شرائطو څخه د تښتې لپاره چې امریکایانو او لویدیځوالو د دوي لپاره رامینځةکړي دي ، دخپلو کورونو پریښودو ته اړشوي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکوي ،د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو څلورو لسیزو کې د دنیا په تیره بیا د افغانستان د کډوالو د ټولنې د تر ټولو زیاتې اندازې کوربه دی او حتی دتپلي جنګ او د وروستیو لسیزو د ظالمانه بندیزونو په پړاؤ کې هم هغو میلیونونو افغان کډوالو ته چې په ایران کې په کار ، زده کړې او ژوند کولو بوخت دی ، دخدماتو دو ړاندې کونې غوڅولو ته تیار شوی نه دی .
د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل یو ه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د افغانستان ، سورئې ،عراق د کډوالو د منلو په اندازې او د اوکرایني کډوالو په برلاسه بللو کې د بشری حقوقو د مدعیانو کړچار د دوي د ادعاګانو په اپوټه دی .
په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا سره ، د ایران په لور د افغان ښاریزو د کډه په سر کیدا نوي څپه پیل شوې ده او دایران اسلامی جمهوریت د ظالمانه بندیزونو له امله له اقتصادي مشکلاتو سره سره او له نړیوالو مرستو پرته ، ددغو کډوالو لپاره هیڅ ډول خنډ جوړ کړی نه دی او د دوي لپاره ښه کوربه شوی دی .
په دې مناسبت په افغانستان کې د ایران سفارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،اسلامی ایران له ظالمانه بندیزونو سره سره د زده کړې ، روغتیائي چارو او معیشت په تامینولو سره د پناه غواړو ډير ښه او غوره کوربه دی .