ایران په سخاوت سره د کډوالو کوربه توب کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117520-ایران_په_سخاوت_سره_د_کډوالو_کوربه_توب_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د پناه غواړو نړیواله ورځ د کډوالو اړتیاو ته له مخکې څخه زیات د پام لپاره د ظرفیتونو د غږمله کولو لپاره فرصت وباله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې له سخاوت څخه په ډک کړچار سره د ګاونډیو هیوادونو د ډیرو پناه غواړو کوربه و او دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2022 00:58 Asia/Kabul
  • ایران په سخاوت سره د کډوالو کوربه توب کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د پناه غواړو نړیواله ورځ د کډوالو اړتیاو ته له مخکې څخه زیات د پام لپاره د ظرفیتونو د غږمله کولو لپاره فرصت وباله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې له سخاوت څخه په ډک کړچار سره د ګاونډیو هیوادونو د ډیرو پناه غواړو کوربه و او دی.

هغه د پناه غواړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کښې وویل دغه ورځ د هغو بې پناه نفوسو چې له جنګ ، نښتې او ناامنۍ څخه د ویریدا په دلیل له خپلو کورونو او هیوادونو کډوال شوي دي او د بشر د تر ټولو ابتدايي ضرورت یعني د خپل اصلي وطن د ساتلو لپاره له خپل هیواد څخه بل هیواد ته پناه وړي د اندیښنو ، د اړتیاو او د غوښتنو ته د پام کولو لپاره یو فرصت دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر حمد وحیدي وویل اسلامي ایران تل د دیني او د انقلابي تعلیماتو په پیروۍ کولو سره له خارجي پناه غواړو سره زغم ښودلی دی او په نړیوالو ټولنو کښې یې هم ټول هیوادونه د پناه غواړو اړتیاو ته  پام کولو او د دغه بشري ضد ښکارندې د کنټرولولو لپاره د اړونده هیوادونو له امنیت سره مرسته کولو ته وربللي دي.

هغه وویل په ځینو هیوادونو کښې د امریکا رژیم پوځي شتون او نیواک د سیمې د بې ثباتۍ اصلي عامل او د سیمې د ډیرو خلکو د کډوالیدا سبب دی او د تیر کال په بدلونونو کښې هم د نړۍ عمومي افکار یوځل بیا په افغانستان کښې د امریکا رژیم د امنیت د له مینځه وړلو د اقداماتو کتونکي وو او له بوډا ،ځوان او ماشوم رانیولي د افغانستان د خلکو د کډوالیدا نوي څپه په افغانستان کښې د امریکا رژیم د شلو کلونو د نیواک  د سپیرو نښو یوه برخه ده.

د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې د نړۍ د کډوالو تر ټولو سترې ټولنې په تیره بیا د افغانستان د پناه غواړو کوربه و او دی او حتی د تپلي جنګ په وخت او د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په وخت کښې هم د افغانستان له میلیونونو ښاریزو سره چې په ایران کښې په کارونو ، زده کړې او په ژوند کولو بوخت دي خدمات نه دي غوڅ کړي.