د یواړخیزو بندیزونو تپل د انسانیّت په ضد او سیاسی اړم دی
په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي په افغانستان ، سورئې ،فلسطین ، یمن کې بوږنونکو انساني حالاتو ته په اشارې سره ، په دوو اړخیزو اړیکو کې د سیاسی اړم په توګه د ځينو هیوادونو په وسیله د بندیزونو تپل په کلکه محکوم کړل .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، مجید تخت روانچي پرون ناوخته د اکوسوک په نامه کنفرانس کې دهغې اعلامیې په ملاتړ سره چې د پاکستان استازي ، د چین او ۷۷ډلې له خوا وړاندې کړې ، ووئيل ، اسلامی ایران یو اړخیزو ظالمانه اقدامات ، د انسان دوستۍ د مرستو دوړاندې کولو لپاره دنړیوالو هلوځلو پر سر اصلی خنډ او دغه راز په درستې نړۍ کې د انساني بحرانونو د رامینځةکیدا یوه اصلی سرچینه ګڼي .
د پاکستان استازي ، د ۷۷ډلې او چین د استازي په توګه په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې ، د یو اړخیزو اجباري اقداماتو (یواړخیزو بندیزونو)، اقتصاد ي اجتماعي منفي آثارو ته اشاره کړې او دکرونائي بحران پشمول د انسان دوستۍ په چیلنجونو د اغیزشیندونکي ځواب وئینې لپاره د په نښه شوو هیوادونو پر ظرفیّت ددغو بندیزونو پر منفي پایلو ټینګار وکړ او ددغو بندیزونو له اعمالیدا ئې پر ډده کولو او لغوه کولو یادونه وکړه .
هغه ووئيل ، د ایران اسلامی جمهوریت د هغه هیواد په توګه چې د زلزلې ، وچکالۍ ، ګردو غبار اود شږو د طوفان او سیلاب په شمول له ډول ډول طبیعي پيښو سره مخامخ دی ، چې دمونږ سرچینې تحلیل کوي ، غیر قانوني یو اړخیزو بندیزونو ورته ډير تاوانونه رسولي دي . روانچي دغه راز ټينګار وکړ،د ملګروملتو درست اصول او موخې ، په تیره بیا دهیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت ته احترام ، باید د د رستو هیوادونو اوهمداراز د انسان دوستۍ د مرستو د ادارو په وسیله رعایت شي .