ایران د کابو ۵ میلیونو افغانستاني کډوالو کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117618-ایران_د_کابو_۵_میلیونو_افغانستاني_کډوالو_کوربه_دی
د مهاجرت نړیوال کانفرنس ته د ایران د لیږلي پارلیماني پلاوي مشر ټیګار وکړ چې ایران د نزدې پنځوسو لاکو افغانستاني کډوالو کوربه دی
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 23, 2022 01:41 Asia/Kabul
  • ایران د کابو ۵ میلیونو افغانستاني کډوالو کوربه دی

د مهاجرت نړیوال کانفرنس ته د ایران د لیږلي پارلیماني پلاوي مشر ټیګار وکړ چې ایران د نزدې پنځوسو لاکو افغانستاني کډوالو کوربه دی

د مهاجرت نړیوال کانفرنس ته د ایران د لیږلي پارلیماني مشر ټیګار وکړ چې ایران د نزدې پنځوسو لاکو افغانستاني کډوالو کوربه دی او په دې حالاتو کښې په ایران باندې لګیدلو ګڼو بندیزونو ته په پام سره نړیوال ملاتړونه ضروري دي.

د ترکیې په استنبول کښې د کډوالو نړیوال کانفرنس ته د ایران د لیږلي پارلیماني پلاوي مشر مجتبی رضاخواه وویل: په دې سختو حالاتو کښې چې په خلاص لاس د پنځو میلیونو افغاني کډوالو میلمستیا کوو، ایران باید یوازې پرې نښودې شي.

رضا خواه زیاته کړه: که ایران داسې ونه کړي نو افغانستاني کډوال به نورو هیوادونو ته لاړ شي او د دې موضوع عوارض او پایلې به نورو هیوادونو ته منتقلې شي.

د ایران د لیږلي پارلیماني پلاوي مشر هم داشان وویل: په ایران کښې د روغتیا د نظام له نوې طرحې برخورتیا او د کډوالو وړیا درملنه، د استوګنې، اسانتیاؤ او د زده کړې حق په کډوالو پورې اړوندو قوانینو کښې د ایران له ځانګړو اقداماتو څخه دي.

رضا خواه څرګنده کړه: په دې وروستیو کښې د امریکې د بندیزونو سختیدو په ایران کښې د کډوالو د کوربه توب په بهیر باندې هم اغیزه کړې ده او د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس هم په دې لړ کښې په ایران کښې د خپل حمایتي رول لپاره د بودجې له کمیدو کړیږي.