دایران سرې میاشتې افغانستان ته د مرستو ستره جوپه ولیږله
د اسلامي ایران د سرې میاشتې عمومی منشی وویل په دغه بشر دوستانه جوپه کې زر خوراکی پیکټونه او زر هم د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره خیمې ورلیږل شوي دي .
د شورو په سهار د افغانستان په جنوب ختیځ کې شپږ اعشاریه یو ریشټری زلزلې پراخه سیمه ولړزوله . دغه زلزله د خوست په ۴۴ کلومیټرۍ کی رامینځته شوه .
د افغانستان د رسمي چارواکو د اعلان په اساس په دغه زلزله کې تراوسه څه د پاسه زر کسان مړه او ۶۲۰ هم ژوبل شوي دي . ځینې راپورونه وایی چی اوس هم ځینې کسان له کنډوالو لاندې ښخ دي .
له بلې خوا د ایران د کړکیچ د مدیریت د ادارې مشر د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستې رسونې په لړ کښې د دغې ادارې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.
محمد حسن نامي په افغانستان کښې راغلې زلزلې ته په اشارې سره وویل: د ایران د کورنیو چارو د وزیر د حکم له مخې د هیواد د کړکیچ د مدیریت ټیمونه پوره تیارسي دي چې که ضرورت شو نو افغانستان ته به ولیږدول شي.
هغه زیاته کړه: د کړکیچونو او طبیعي خطرونو په وخت انساندوستانه مرستې او ملګرتیا یوه دوه اړخیزه موضوع ده او د ایران اسلامي جمهوریت له نورو زیانمن شویو هیوادونو سره هم مرستې ته تیار دی.
د ایران د کړکیچ د مدیریت د سازمان مشر څرګنده کړه: د بحران د مدیریت ټیمونه په پوره امکاناتو سره، دوست او ګاونډي هیواد افغانستان ته تللو ته تیار دي.
هم داشان د افغانستان په چارو کښې د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل چې ایران د تل په څیر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د زلزلې له زخمیانو سره مرسته ته بیخي تیار دی.