امریکا دې د افغانستان کنګل کړئ شوي شتمنۍ آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117674-امریکا_دې_د_افغانستان_کنګل_کړئ_شوي_شتمنۍ_آزادې_کړي
میرمن زهرا ارشادي ، د عامو خلکو د ساتنې ، د نسل وژنې دمخنیوي ، دجنګي جنایتونو ،دقومي پاکونې ، د بشریّت په ضد دجنایتونو او دهغو د عاملانو د تعقیبونې د ضرورت پر لوړو موخو د ایران  پر نه ځنډیدونکي ژمنې ټينګار
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 24, 2022 07:26 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان کنګل کړئ شوي شتمنۍ آزادې کړي

میرمن زهرا ارشادي ، د عامو خلکو د ساتنې ، د نسل وژنې دمخنیوي ، دجنګي جنایتونو ،دقومي پاکونې ، د بشریّت په ضد دجنایتونو او دهغو د عاملانو د تعقیبونې د ضرورت پر لوړو موخو د ایران  پر نه ځنډیدونکي ژمنې ټينګار

 

په ملګروملتو کې د ایران دنمایندګۍ مرستیالې د روستۍ مرګونې زلزلې   په  مناسبت د افغانستان  ولس ته د تسلیّت په وئيلو سره ، دامریکا له خوا دد غه هیواد دتړل شوو شتمنیو د آزادولو غوښته وکړه .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، په ملګروملتو کې دایران د دیامي نمایندګۍ مرستیالې  زهرا ارشادي په یولړ څرګندونو کې  له افغان ولس سره دخواخوږئ په ښودلو سره  پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، چې ددغې انساني غمیزې  په غبرګون کې دې د سملاسي اقداماتو لپاره خپلې سرچینې غونډې کړي .

هغې همداراز د هغو هیوادونو له خوا د افغانسان  دکنګل شوو شتمنیو د آزادولو غوښته هم وکړه ، چې  د انسان دوستۍ اونړیوالولومړنیو قوانینو  او اصولو په اپوټه ئې مصادره او کنګل کړي دي . میرمن زهرا ارشادي ، د عامو خلکو د ساتنې ، د نسل وژنې دمخنیوي ، دجنګي جنایتونو ،دقومي پاکونې ، د بشریّت په ضد دجنایتونو او دهغو د عاملانو د تعقیبونې د ضرورت پر لوړو موخو د ایران  پر نه ځنډیدونکي ژمنې ټينګار وکړ او په انساني غمیزه رامینځةکونکو شرائطو کې د درستو ښاریزو په تیره بیا   د  ماشومانو او ځوانانو  دساتنې لپاره د درستو هیوادونو ژمنتیا یاده کړه .  هغې ټينګار وکړ ،ملګري ملتونه باید د درستو غړو هیوادونو  دریځونو ته توجه وکړي  او له هغو سره  برابر چلند وکړي .