امریکا دې د افغانستان کنګل کړئ شوي شتمنۍ آزادې کړي
میرمن زهرا ارشادي ، د عامو خلکو د ساتنې ، د نسل وژنې دمخنیوي ، دجنګي جنایتونو ،دقومي پاکونې ، د بشریّت په ضد دجنایتونو او دهغو د عاملانو د تعقیبونې د ضرورت پر لوړو موخو د ایران پر نه ځنډیدونکي ژمنې ټينګار
په ملګروملتو کې د ایران دنمایندګۍ مرستیالې د روستۍ مرګونې زلزلې په مناسبت د افغانستان ولس ته د تسلیّت په وئيلو سره ، دامریکا له خوا دد غه هیواد دتړل شوو شتمنیو د آزادولو غوښته وکړه .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، په ملګروملتو کې دایران د دیامي نمایندګۍ مرستیالې زهرا ارشادي په یولړ څرګندونو کې له افغان ولس سره دخواخوږئ په ښودلو سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، چې ددغې انساني غمیزې په غبرګون کې دې د سملاسي اقداماتو لپاره خپلې سرچینې غونډې کړي .
هغې همداراز د هغو هیوادونو له خوا د افغانسان دکنګل شوو شتمنیو د آزادولو غوښته هم وکړه ، چې د انسان دوستۍ اونړیوالولومړنیو قوانینو او اصولو په اپوټه ئې مصادره او کنګل کړي دي . میرمن زهرا ارشادي ، د عامو خلکو د ساتنې ، د نسل وژنې دمخنیوي ، دجنګي جنایتونو ،دقومي پاکونې ، د بشریّت په ضد دجنایتونو او دهغو د عاملانو د تعقیبونې د ضرورت پر لوړو موخو د ایران پر نه ځنډیدونکي ژمنې ټينګار وکړ او په انساني غمیزه رامینځةکونکو شرائطو کې د درستو ښاریزو په تیره بیا د ماشومانو او ځوانانو دساتنې لپاره د درستو هیوادونو ژمنتیا یاده کړه . هغې ټينګار وکړ ،ملګري ملتونه باید د درستو غړو هیوادونو دریځونو ته توجه وکړي او له هغو سره برابر چلند وکړي .