رییسي :ایران د بایکاټونو د لغوه کولوخبرې اترې نه پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117758-رییسي_ایران_د_بایکاټونو_د_لغوه_کولوخبرې_اترې_نه_پریږدي
د اسلامی ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چی مقابل لورې باید خپلو ژمنو ته ستون شی زیاته کړه د مزاکراتو په لارې سربیره د بایکاټونو د شنډولو لاره هم تعقیبوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2022 08:06 Asia/Kabul
  • رییسي :ایران د بایکاټونو د لغوه کولوخبرې اترې نه پریږدي

د اسلامی ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چی مقابل لورې باید خپلو ژمنو ته ستون شی زیاته کړه د مزاکراتو په لارې سربیره د بایکاټونو د شنډولو لاره هم تعقیبوو .

 

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی  له خلکو سره په خپلو ټیلی ویژیونی خبرو کې تهران ته د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول د سفر په اړه  د دې خبرې په کولو سره چی ایران د مزاکراتو د ختمولو نیت نلری خو له خپلو دریځونو شاتګ نه کوی وویل زمونږ سیاست د بایکاټونو لغوه کول دي او دا بایکاټونه باید ژر تر ژره ختم شي ځکه چی ظالمانه دي .

د اسلامی ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چی مقابل لورې باید خپلو ژمنو ته ستون شی زیاته کړه د مزاکراتو په لارې سربیره د بایکاټونو د شنډولو لاره هم تعقیبوو .

ده همداراز د بایکاټونو د لغوه کولو د مزاکراتو په بهیر کې په واکمنه شورا کې د ایران پرضد پریکړه لیک ناسم وباله او ویې ویل ایټمی اژانس پینځلس ځله تایید کړی وه چی د ایران په ایټمی فعالیتونو کې انحراف ندې موجود .

د اسلامي ایران ولسمشر د دغو خبرو په دوام کې له ګاونډیانو سره د ایران د تعامل په اړه وویل له ګاونډیانو سره د تعامل سیاست زمونږ لومړیتوب دې ، له اتلسو هیوادونو سره تړون لرو چی هغو ته د دوه اعشاریه پینځه میلیارډ ډالرو تخنیکی او انجنیری خدمات وړاندی کړو .