د ایران ریمدان سرحد د پاکستانیو زیارتوالو لپاره پرانیستل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117968-د_ایران_ریمدان_سرحد_د_پاکستانیو_زیارتوالو_لپاره_پرانیستل_شوی
د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو  او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو  په خاطر به چورلیزي لارې  هم لا ښې او پراخې کړي .  
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 02, 2022 04:59 Asia/Kabul

د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو  او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو  په خاطر به چورلیزي لارې  هم لا ښې او پراخې کړي .  

د پاکستان دبلوچستان صوبې له لارې د ایران  له ریمدان پوله ایزې لارې څخه  دحسیني اربعین د کابو دوه لکه  زیارتوالو  د واریدیدو  اټکل ته په پام سره  د ایران په سیستان او بلوچستان جنوبی سیمو کې  دسرحدي لارو د پراختیا او جوړولو لپاره  اویا میلیارډ تومان کریډیټ  په نظر کې نیول شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دسیستان او بلوچستان  ولایت د ټرانسپورت د  ادارې مرستیال  د ریمدان سرحدي  ولسوالۍ د لیدو په وخت د پاکستانیو زیارتوالو دآسانتیاؤ لپاره د پاسپورټونو دکنټرولو دګیټونو د زیاتولو ، د فضا د لاپراخولو ، د روغتیائي سروسونو د زیاتولو  او د هوا د ککړتیا د پاکولو د  ماشینونو د لګولو په څير  داقداماتو  ترسره کول  په ایجنډا کې راوستي دي .

 حمید رضا شهرکي ثانوي  په یولړ څرګندونو کې ووظيل ،  همدرااز د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو  او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو  په خاطر به چورلیزي لارې  هم لا ښې او پراخې کړي .