د ایران پوځي بریاوې ددښمنانو په سترګو کې ازغي دي
د و سلوالو ځواکونو بې مخینې چمتووالی ،له ټاټوپي او پولې په دفاع کې د دوي د کارکونکو دوه چنده انګیزې او روحیّې ښودنه کوي ،په دې توګه چې شپه ورځ او په درست وجود سره ددغه ټاټوبی د امنیت لپاره هڅه کوي او په دې لاره کې به هیڅ هڅه ونه سپَمَوي .
د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک قوماندان په دقیقو ،ګائيډیډ او لرواټنه وسلو باندې د دغه ځواک تجهیزیدا ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دمځکني ځواک پوځي ،دفاعي او وسلوالې بریاوې د دښمنانو په سترګو کې لکه د ازغي دي .
سردار تورن جنرال کیومرث حیدري،د مریوان د یرغلیزخوځنده ۳۲۸کنډک د رزمي عملیاتي توان او دفاعي چمتووالي د وضعیّت د لاښه کیدا خبر ورکړ.
زمونږخبریال راپور راکړ،تورن جنرال حیدري دې ته په ا شارې سره ووئيل ،نن سبا د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ پوځي ،دفاعي،او وسلوالې بریاوې او پرمختګ ددغه ټاټوبی او سرحد دقسم خوړلي دښمنانو په سترګو کې ازغي دي .
هغه په دې په ټينګار سره چې دپوځ مځکني ځواک یونټونه ،ځير،مخه نیونکي ،او خوځنده دي ، زیاته کړه ،د و سلوالو ځواکونو بې مخینې چمتووالی ،له ټاټوپي او پولې په دفاع کې د دوي د کارکونکو دوه چنده انګیزې او روحیّې ښودنه کوي ،په دې توګه چې شپه ورځ او په درست وجود سره ددغه ټاټوبی د امنیت لپاره هڅه کوي او په دې لاره کې به هیڅ هڅه ونه سپَمَوي .