ایران په جنوبی قفقاز کې د سولې لپاره ملګرتیا ته چمتو دې
شمخانی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران او ارمنستان ملتونو د تاریخ په اوږدو او په سختو سیمه ایزو او نړیوالو شرایطو کې او ترخو طبیعی پیښو کې د یوه بل په څنګ کې دریدلی دی ، جوته کړه په داسې مخنینې سره باید خپلو مینځو کې د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت ته قایل نشو
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د ملی امنیت عمومی منشی او د رهبرۍ د ستر مقام استازی علی شمخانی نن په ایروان کې دارمنستان د ملی امنیت له منشی ارمن ګریګوریان سره په کتنه کې د دواړو ملتونو ترمینځ تاریخی ، کلتوری او تمدنی زاړو او ژورو اړیکو ته په اشارې سره وویل دغو شرایطو د دواړو هیوادونو ترمینځ د هراړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړی ده .
شمخانی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران او ارمنستان ملتونو د تاریخ په اوږدو او په سختو سیمه ایزو او نړیوالو شرایطو کې او ترخو طبیعی پیښو کې د یوه بل په څنګ کې دریدلی دی ، جوته کړه په داسې مخنینې سره باید خپلو مینځو کې د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت ته قایل نشو .
شمخانی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران او ارمنستان ترمینځ اقتصادی مبادلات د دواړو هیوادونو ترمنیځ د تبادلې له ظرفیتونو سره متناسب ندی ، د دغو ظرفیتونو د فعالولو په ضرورت ټینګار وکړ .
ارمن ګریګوریان هم ارمنستان ته د ښاغلی شمخانی په سفر د خوشحالۍ په څرګندولوسره په ټولو سویو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ .