امریکا غواړي ایران سره د بندیزونو د لیري کولو مذاکرات ځنډنی کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118294-امریکا_غواړي_ایران_سره_د_بندیزونو_د_لیري_کولو_مذاکرات_ځنډنی_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر وویل چي امریکا په ایران باندې د نویو بندیزونو په لګولو سره، وښودله چي د همکاریو لپاره چمتووالې نه لري او یوازې د مذاکراتو د ځنډنی کولو په لټه کې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2022 09:15 Asia/Kabul
  • امریکا غواړي ایران سره د بندیزونو د لیري کولو مذاکرات ځنډنی کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر وویل چي امریکا په ایران باندې د نویو بندیزونو په لګولو سره، وښودله چي د همکاریو لپاره چمتووالې نه لري او یوازې د مذاکراتو د ځنډنی کولو په لټه کې ده.

ه ویانا کې د په ایران باندې د ظالمانه بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو اتم پړاو چي د ۲۰۲۱ میلادي کال د ډیسمبر په میاشته کې د اروپایي اتحادیې له لوري ودرول شو او مذاکره کوونکي پلاوې خپلو پلازمینو ته راستانه شول.

له هغه راهیسې د ایران او د برجام د نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د امریکې د غیرقانوني اقداماتو د جبرانولو لپاره د واشنګټن د سوستی د امله د مذاکراتو بهیر بندون سره مخامخ شوی و.

لیکن په تېره اوونۍ کې ایران ته د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل تر سفر وروسته، د ایران او د امریکې د ګډي پریکړې له مخې د بندیزونو د لیرې کېدو په موخه په دوحه کې د مذاکراتو نوی باب پرانیستل شو.

خو تېرو ورځو کې امریکا د مذاکراتو د بهیر د بیا پیلېدو په خلاف د ایران په ضد نوي بندیزونه اعلان کړي چي د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون مشر عباس مقتدایی د ایران په ضد د امریکې نویو بندیزونو ته په اشارې سره وویل: ایران سره د راکړو ورکړو د امله په څو شرکتونو او شخصیتونو باندې د امریکې نوې بندیزونه، هغه هم د مذاکراتو د بهیر د بیا پیلېدو پر مهال، د دې ښودنه کوي چي امریکا د همکاریو په لټه کې نه ده بلکې په ایران باندې د فشارونو د زیاتولو لپاره هڅه کوي.

هغه زیاته کړه، دغه چلند په امریکې باندې بې باوری نوره هم زیاتوي او ټولو ته دا ثابتوي چي امریکا دورغجنه ده او یوازې د ایران په ولس باندې د فشارونو له لاري د خپلو موخو د تر لاسه کولو پسې ده.

مقتدایي یادونه وکړه چي امریکا نن سبا په نړیوال ډګر کې د ځوړتیا په لور روانه ده او مونږ تاسو وینو چي ایران د امریکې د شلوونکو بندیزونو له پړاوه وتلی دی.

د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون د مشر په وېنا، امریکایان هم د بندیزونو او هم د مذاکراتو په چوکاټ کې په ایران باندې د فشارونو د زیاتولو په لټه کې ده او غواړي د مذاکراتو په ځنډنی کولو سره د ایران داخلي مسائل اغېزمن کړي.