افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لېوالتیا زیاته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118362-افغانستان_ته_د_کډوالو_د_ستنېدو_لېوالتیا_زیاته_شوې_ده
په دغه ولایت کې د بهرنیو اتباعو په وروستۍ سرشمیرنه کې شاوخوا دوه سوه زره اتباع له اجازې پرته او په غیر قانوني توګه ثبت شوي، چې ډیری یې د کار نشتوالی او د کور لوړ لګښت په خاطر خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2022 09:32 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لېوالتیا زیاته شوې ده

په دغه ولایت کې د بهرنیو اتباعو په وروستۍ سرشمیرنه کې شاوخوا دوه سوه زره اتباع له اجازې پرته او په غیر قانوني توګه ثبت شوي، چې ډیری یې د کار نشتوالی او د کور لوړ لګښت په خاطر خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لري.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي رئیس په وینا؛ په دغه ولايت کې د مېشتو افغان مهاجرينو د وضعيت څېړنه او احصايې ښيي چې ايران ته د مهاجرينو د ورځني راتګ سره سره په دغه هېواد کې د بېکارۍ او د کورونو د کرايي لوړ لګښت او همدارنګه د په افغانستان کي امنيت د کچې د لوړېدو هغه لاملونه دي چي د کډوالو د ستنېدو لېوالتیا زیاته کړې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو عمومي رئیس سید علي قاسمي وویل: په دغه ولایت کې د بهرنیو اتباعو په وروستۍ سرشمیرنه کې شاوخوا دوه سوه زره اتباع له اجازې پرته او په غیر قانوني توګه ثبت شوي، چې ډیری یې د کار نشتوالی او د کور لوړ لګښت ب خاطر خپل هیواد ته د ستنیدو اراده لري.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ د افغانستان په تحولاتو کښې د خلکو ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: د افغانستان په مسائلو کښې له اسلامي امارت سره زمونږ د رسمي اړیکو د کچې په پام کې نیولو سره باید د امنیت د ټینګښت په هکله اعتراف وشي. په افغانستان کې د اسلامي امارت په دوره کې د تېر حکومت په پرتله ښه والی راغلی او دا مسئله له رضوي خراسان څخه خپل هېواد ته د افغان مهاجرینو د راستنیدو یو له مهمو عواملو څخه دی.

د خراسان رضوي د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو دچارو عمومي رئيس وويل: په دغه ولايت کې په سلو کې ٩٥ تنه مجاز او غير مجاز بهرنيان چې زياتره يې افغانان دي په مشهد ښار کې ميشت دي او د سرشميرنې د نوي پلان او تيرو احصاييو له مخې دغه شمير څخه هم زيات دى.