په ایټمي سوله ایزو فعالیتونو کې د ایران او روسیې ملګرتیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118392-په_ایټمي_سوله_ایزو_فعالیتونو_کې_د_ایران_او_روسیې_ملګرتیا
د روسیې د ایټمې شرکت د نړیوالو چارو مرستیال د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان له مشر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په دګر کې د همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 01:30 Asia/Kabul
  • په ایټمي سوله ایزو فعالیتونو کې د ایران او روسیې ملګرتیا

د روسیې د ایټمې شرکت د نړیوالو چارو مرستیال د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان له مشر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په دګر کې د همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.

د روسیې د ایټمي شرکت د نړیوالو چارو مرستیال نیکلای اسپاسکي تهران ته په خپل سفر کې د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان له مشر محمد اسلامي او د دې سازمان د نړیوالو چارو له مرستیال بهروز کمالوندي سره ملاقات وکړ.

کمالوندي په دغه لیدنه کې د روسیې او ایران تر مینځ د اړیکو د استراتیژیک په بللو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په زمینه کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د ګډو فعالیتونو لارې چارې وارزول شوي.