د ایران او د نړیوالو ورځپاڼو سرټکو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118398-د_ایران_او_د_نړیوالو_ورځپاڼو_سرټکو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو سرټکي ولولو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 06:39 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړیوالو  ورځپاڼو سرټکو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو سرټکي ولولو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د نمایشي سفر په درشل کښې په امریکا کښې په تر ټولو نویو نظر سنجیو باندې استناد سره چې جوبایډن په تیرو شپږاویا کلونو کښې د خپل هیواد تر ټولو بد ریکارډ لرونکی معرفي کوي اټکل کړی دی چې په سپینې ماڼۍ باندې د هغه د ولسمشرۍ پړاو احتمالا ډیر زر پاې ته ورسیږي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم ویلي دي چې د تل اویو رژیم چارواکي به د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه وغواړي د خپل هیواد د عزت د ساتلو لپاره استعفا ورکړي او حکومت پریږدي.

یونهاپ خبري اژانس په یوه راپور کښې په جنوبي کوریا کښې د کورونا ویروس بیا پیلیدا ته په اشارې سره ویلي دي چې په تیرې سه شنبې ورځ په کورونا ویروس د اخته کیدا کسانو شمیر په تیرو دوو میاشتو کښې تر ټولو لوړ حد ته ورسید او په یوه ورځ کښې څه د پاسه اوه دیرش زره کسان په امیکرون ویروس اخته شوي دي.

د صهیونیسټ موقته رژیم چارواکي د لبنان د حزب الله غورځنګ د ځواکونو د نفوذ له ویرې څخه د « متولا» صهیونیسټ میشته ښارګي په خوا کښې دیوال جوړوي .

په داسې شرایطو کښې چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په یمن کښې د اووربند ډیرې خلاف ورزیانې کیږي بیلابیلې ډلې د هغو انساني او اقتصادي تاوانونو او د زیاتو مرګ ژوبلو په هکله چې یمن ته رسیدلي دي خبرداری ورکوي.

فارن پالیسي مجلې په یوه راپور کښې د انرژۍ کړکیچ ته په اشارې سره چې اروپا د اوکراین له جنګ څخه وروسته ورسره مخامخ ده ولیکل دا د اروپا د انرژۍ خپسکه بلل شوي ده او دغه لویه وچه همدا اوس په خپل تاریخ  کښې د انرژۍ له تر ټولو بد کړکیچ سره مخامخ ده.

د حکومت د ژواک چاپیریال په سیاستونو باندې د هالینډ د کروندګرو اعتراض چې اوونۍ اوونۍ کیږي په دغه هیواد کښې روان دی همدا اوس سخت شوی او اوس د هیواد د بندرونو او د سترو پلورنځایونو د تړل کیدا سبب شوي دي او دغه اعتراض اوس جرمني  هیواد ته هم غځیدلی دی.

وروسته  له دې چې د مرګ د ډلو په نوم د مستند فیلم خپریدا چې د افغانستان د بې دفاع خلکو پرضد یې په افغانستان کښې د بریتانیا د هوايي ځواک د ځانګړیو عسکرو له جنایتونو څخه پرده پورته کړه د بریتانیا دفاع وزارت ویلي دي چې د دغه مستند فیلم خپریدل د انګلستان د پوځيانو ژوند په خطر کښې اچوي.

د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د ملګروملتونو له پلوي کړچار سره سره د ملګروملتونو د سرمنشي نوی راپور د فلسطین د ماشومانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د انساني جنایتونو د لوړ شمیر ښودنه کوي.

ملګري ملتونه وايي چې صهیونیسټ رژیم په تیر میلادي کال کښې د فلسطین په لسګونو ماشومان شهیدان کړي دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.

()

د عراق د قانون د حکومت د ائتلاف مشر نوري المالکي وویل د عراق د شیعه مسلمانانو ائتلاف د لومړي وزیر انتخابولو ته نږدی شوی دی.

هغه وویل مونږ د ټولو سیاسي تشکیلاتو او د شرکاو هرکلی کوو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جیک سالیوان » سعودي عربستان ته د خپل هیواد د ولسمشر جوبایډن د سفر په درشل کښې وویل امریکا نور د تیر وخت په شان عربستان ته سپین  بانکي چیک نه ورکوي.

هغه وویل د امریکا اوسني حکومت د سپين لاسلیک شوي بانکي چیک سیاست چې ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته ورکړی و بدل کړی دی او مونږ به دغه کار ونکړو.

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ په یوې وینا کښې په دغه هیواد کښې له درې میاشتې اووربند وروسته د نښتو او د خلکو د وژلې د شمیر د کمیدا خبر ورکړ او ویې ویل ملګري ملتونه د یمن د اووربند د تمدیدولو او اوږدولو هڅه کوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم په هکله په یوه کلني راپور کښې خپل نظر څرګند کړی او هغه یې بوږنونکی بللی.

ملګروملتونو په تیر میلادي کال کښې په نیواکي لویدیځې غاړې ، ختیځ قدس او غزې تړانګې کښې د فلسطین د دولس سوه اتو ماشومانو پرضد د ماشومانو د حقوقو د سختو خلاف ورزیو دوه زره نهه سوه څلوردیرش موردونه څیړلي دي.

ځایي سرچینو د اوکراین په خرسون ولایت کښې په « نووا کاخوفکا» سیمې باندې د اوکراین د  عسکرو د توغندوي حملې خبر ورکړ چې له له کبله یې اوه کسان وژل شوي او شپیته نور ژوبل شوي هم دي.

د اوکراین د پوځیانو په دغه برید کښې د کیمیاوي موادونه ګودامونه او په سلګونو کورونه هم تباه شوي دي.

د افغانستان د پنجشیر د مقاومت جبهې مشر احمد مسعودي په یوې مرکې کښې د خپل هیواد اوسني سیاسي او ټولنیز حالت ته په اشارې سره وویل امریکا د افغانستان لپاره یوازې تباهۍ رامینځته کړي ده.

هغه وویل مونږ په ځلونو ځلونو د امریکا سفیرانو او استازیو او په شخصي ډول زلمي خلیل زاده ته ویلي وو دغه نسخه چې امریکا د افغانستان  لپاره جوړه کړي ده د افغانستان د خلکو لپاره د تباهۍ نسخه ده.

د ملګروملتونو امنیت شورا د ترکیې سرحد له لارې تر نورو شپږو میاشتو پورې د مرستو استول تصویب کړل.

د تیونس هیواد د اساسي قانون له مسودې څخه د اسلام نوم په حذفولو کښې د ولسمشر قیس سعید په اقدام باندې د هیواد د خلکو پراخو اعتراضونو او مظاهرو هغه مجبوره کړ چې له خپل دریځ څخه شاتګ وکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرینټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو  بهرنیو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو.

()

د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د افغانستان د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.

بي بي سي ټیلي ويژن په یوه نوي څېړنیز راپور کښې چې د جولای په دوولسمه خپور شو موندلې چې ښايي یوه نظامي واحد په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال ۵۴ کسان پر ناحقه وژلي وي.

د انډيپنډنټ په وينا، د بريتانيا د دفاع وزارت د دغه مستند فلم په اړه غبرګون ښودلى او ويلي يې دي، چې د دا ډول راپورونو خپرېدل د هېواد د عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د نویو شواهدو د څېړلو لپاره چمتو دی، خو د بي بي سي دغه مستند فلم یې «بې بنسټه نتیجه اخیستونکی» بللی او ویلي یې دي چې هغه تورونه چې پخوا په ځينو مواردو کې لګېدلي وو، په بشپړه توګه څېړل شوي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر او د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې ترمنځ څو عملیات شوي چې په پایله کې یې ۵۴ ملکي افغانان وژل شوي دي.

()

فارن پالیسي مجلې لیکلي، د افغانستان کانونه او طبیعي سرچینې د طالبانو لپاره د پيسو او د عوایدو لویه سرچینه ګرځېدلای شي.

د خپرونې په وینا، افغانستان د نړۍ پر کچه د مسو، اوسپنې، ډبرو سکرو، لیتیم،  سروزرو، کرومایټ او یو شمېر نورو عناصرو بډایه او ستر کانونه او زېرمې لري.

خو زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په لاس د ناامنیو او بغاوت له امله د افغانستان کانونو ته هېڅ ډول لاسرسی ونه شو.

د لیکوال په خبره، د معدن د مدیریت پر سر د طالبانو ترمنځ هم ځینې کړکېچونه پیل شوي دي.

خپرونې د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې په بدخشان او سرپل ولایتونو کې د ډبرو سکرو د کانونو پر سر د وسله والو نښتو یادونه کړې ده.

د جاوېد نوراني په نوم د کانونو یوه کارپوه فارین پالیسي مجلې ته ویلي، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه دی، خو هغه څلور عوامل د اختلاف وړ ګڼي.

 

لومړی دا چې کانونه ښايي ژوند او چاپېریال ګډوډ کړي، دوهم دا چې د کانونو د کنټرول له امله د وسله والو ډلو تر منځ جګړه زیاتېدای شي، دریم دا چې د نوراني په وینا کېدای شي پر سیاسي جوړښت اغېز وکړي او څلورم او وروستی عامل یې دا دی چې کانونه په نړۍ کې د افغانستان د ځای په ټاکلو کې خپل رول ولري.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور تاسو په مهربان خدای سپارو خوشحاله وسئ.