اسلامی ایران د اوکراین د جنګ د درولو لپاره هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118422-اسلامی_ایران_د_اوکراین_د_جنګ_د_درولو_لپاره_هڅه_کوي
امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  له روسیې سره ډول ډول  ملګرتیاوې لري چې دفاعي حوزه ئې  یوه برخه ده ، روښانه کړه ، ایران داوکراین په جنګ کې  له هیڅ یوه دخیل لوري سره  مرسته کوي ، ځکه ډاډمن  دی چې  دغه جنګ باید ختم شي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د اوکراین د جنګ د درولو لپاره هڅه کوي

امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  له روسیې سره ډول ډول  ملګرتیاوې لري چې دفاعي حوزه ئې  یوه برخه ده ، روښانه کړه ، ایران داوکراین په جنګ کې  له هیڅ یوه دخیل لوري سره  مرسته کوي ، ځکه ډاډمن  دی چې  دغه جنګ باید ختم شي . 

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د ایټالیا له ؛لارپبلیکا؛ خپرونې سره په مرکې کې  په روسیې د ایران د سلګونو ډرونز الوتکو د خرڅولو لپه باب دامریکا د ادعا په ردولو سره  ووئيل ، تهران له هر هغه ګامه ډډه کوي ، چې په اوکراین کې د  نښتو د زیاتیدا  سبب کیږي .

امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  له روسیې سره ډول ډول  ملګرتیاوې لري چې دفاعي حوزه ئې  یوه برخه ده ، روښانه کړه ، ایران داوکراین په جنګ کې  له هیڅ یوه دخیل لوري سره  مرسته کوي ، ځکه ډاډمن  دی چې  دغه جنګ باید ختم شي . 

 د ایران خارجه وزیر  روښانه کړې ده ، د امریکا پشمول ځيني اروپائي هیوادونه ،  دوسلو  دجوړولو او د خپلو تولیداتو د خرڅولو لپاره هڅه کوي ، په داسې حال کې چې  دایران اسلامی جمهوریت  هڅه کوي ، څو له هر هغه اقدامه  چې  په سیمې کې د  حالاتو د لاترینګلتیاؤ  لامل کیږي ، ډډه وکړي .

لویدیځي آ سیا سیمې ته د  امریکا د ولسمشر جوزف بایډن  د سفر په درشل کې د سپينۍ ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوّن   ادعا کړې ده ، د امریکا داطلاعاتو په اساس و  ایران  روسیې ته د سلګونو ډرونز الوتکو دلیږدولو لپاره  چې د اوکراین په   جنګ کې   ورڅخه استفاده وکړي ځان برابروي .