ایران ته د  روسیې  لومړنۍ باری ریل ګاډی راورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118424-ایران_ته_د_روسیې_لومړنۍ_باری_ریل_ګاډی_راورسید
 ایران او روسیه د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا  په اقتصادي ، پوځي او امینتی زمینو کې  او همداراز  د امریکا له  یو اړخیز پالنې سره د مقابلې  د سیمه ایزو او نړیوالو  موضوعګانو په باب ، ګډې سټراټژيکې ګټې لري  او دا  په وروستیو کلونو کې د د واړو لورو د نزدې ملګرتیا یو اصلی عامل  دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 11:34 Asia/Kabul
  • ایران ته د  روسیې  لومړنۍ باری ریل ګاډی راورسید

 ایران او روسیه د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا  په اقتصادي ، پوځي او امینتی زمینو کې  او همداراز  د امریکا له  یو اړخیز پالنې سره د مقابلې  د سیمه ایزو او نړیوالو  موضوعګانو په باب ، ګډې سټراټژيکې ګټې لري  او دا  په وروستیو کلونو کې د د واړو لورو د نزدې ملګرتیا یو اصلی عامل  دی .

 ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران دښارونو اولارو دجوړونې وزیر رستم قاسمي  ووئيل ، هندوستان ته   د شیانو دلیږد په خاطر د  روسیې مال ګاډی یا باري اورګاډی  د لومړي ځل لپاره په مستقیمه توګه  له روسیې د ایران ټاټوبی ته وارد شوی دی .

 قاسمي زیاته کړې  دغه مال ګاډی چې  ۳۹کنټینرې پکې بار دي ،  په شهید رجائي بندر کې دریږي  او  بار  او مال ئې  د سمندر له لارې هندوستان ته وړل کیږي .

د  ایران دلارو او  ښآرونو د جوړونې د چارو وزیر  ددغه اورګاډي د تلوراتلود دوام  د امکان په باب هم ووئيل ،  هغو ښو تړونونو اوتفاهم نامو  لاسلیک کیدا ته په پام سره  چې د روسیې ، قزاقستان ، هندوستان او ترکمنستان په شان له هیوادونو سره ترسره شوي دي ،  او همداراز د هند په څير هیوادونو ته  به د روسیې د شیانو درسولو لپاره ددغې لارې  دآسانولو چارې دوام ومومي .