ایران نن سبا د خپل طاقت په اوج کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118470-ایران_نن_سبا_د_خپل_طاقت_په_اوج_کې_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سیمه کې د امریکې لاسوهنو ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي ایران نن سبا د خپل طاقت په اوج کې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2022 01:17 Asia/Kabul
  • ایران نن سبا د خپل طاقت په اوج کې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سیمه کې د امریکې لاسوهنو ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي ایران نن سبا د خپل طاقت په اوج کې دي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د کرمانشاه ولایت ته په سفر کې د عراق له ګډو پولو څخه لیدنه وکړه.

هغه د کرمانشاه د ولایت له خلګو سره په لیده کاته کې په سیمه کې د امریکې او د هغه د ملګرو لاسوهنې د ناامنیو تر ټولو ستر لامل وباله او ویې ویل: د سیمې مسلمان ولسونه د امریکې او د هغه د ملګرو له سپکاوی ډک اړیکو څخه سخت بې زاره دي.

رئیسي په دوام کې د دې په بیانولو چي صهیونیستي رژیم باید پوه شي چي د هیڅ یوې سیمې د لاندې کولو تمه نه ولري، زیاته کړه: امریکا او ملګرو یې باید پوه شي چي د ایران ستر ولس په سیمه کې هیڅ ډول ناامنی او بحران نه شي زغملای.