د غدیر خم اختر په مناسبت ایران کښې جشنونه روان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118574-د_غدیر_خم_اختر_په_مناسبت_ایران_کښې_جشنونه_روان_دي
زمونږ خبریال وايي د تهران په جنوب کښې په قم ښار کښې د حضرت معصومه سلام الله علهیا سپیڅلی حرم او نور مذهبي مرکزونه او د کریمه اهل بیت علیهم السلام د نورو حرمونو په خوا کښې کوڅې د غدیر خم د اختر په مناسبت ښکلي کړې شوي او ګلونه ورباندې لګول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • د غدیر خم اختر په مناسبت ایران کښې جشنونه روان دي

زمونږ خبریال وايي د تهران په جنوب کښې په قم ښار کښې د حضرت معصومه سلام الله علهیا سپیڅلی حرم او نور مذهبي مرکزونه او د کریمه اهل بیت علیهم السلام د نورو حرمونو په خوا کښې کوڅې د غدیر خم د اختر په مناسبت ښکلي کړې شوي او ګلونه ورباندې لګول شوي دي.

د ایران د قم د مذهبي ښار په شمول په ټول اسلامي ایران کښې د غدیر خم د اختر د رارسیدا په مناسبت د امامت او د ولایت  مختلف جشنونه د ترسره کیدا په حال کښې دي او د ایران او د خارجي هیوادونو زیارتوال د حضرت معصومه سلام الله علیها په سپیڅلي حرم کښې پراخ شتون لري.

 په خلکو او زیارتوالو باندې د شربتونو ، د شیرینیو او د چایو  ویشل د ایران په قم ښار کښې د غدیر خم د اختر نور ځانګړي پروګرامونه دي.

د اسلامي ایران نور ښارونه هم د غدیر خم د اختر په مناسبت په جشن او خوشحالۍ کښې ډوب دي او بیلابیل کلتوري او مذهبي پروګرامونه د ترسره کیدا په حال کښې دي.

د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د جولاۍ د میاشتې اتلسمه یعني د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې اولسمه نیټه د غدیر خم نیکمرغه اختر دی چې د مسلمانانو ستر اختر دی.

غدیر خم د مکې او د مدینې ترمینځه یوه سیمه ده چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په اخري حج کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو لومړی امام حضرت علي علیه السلام له ځان وروسته خپل « ولي » اعلان کړ.

بل خبر دا چې سبا مازیګر له شپږ بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې د تهران له ولي عصر واټ څخه تر پارک وې پل پورې چې لس کلومیټره کیږي ستر لاریون ترسره کیږي او په خلکو باندې شربتونه ، شیرینې، ډوډۍ او نور شیان هم ویشل کیږي.