روسیه سویفټ بانکې نظام ته ضرورت نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118594-روسیه_سویفټ_بانکې_نظام_ته_ضرورت_نلري
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر مرستیال ماکسیم اورشکین ټینګار وکړ له سویفټ بانکي نظام پرته هم مخ ته تللی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 09:31 Asia/Kabul
  • روسیه سویفټ بانکې نظام ته ضرورت نلري

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر مرستیال ماکسیم اورشکین ټینګار وکړ له سویفټ بانکي نظام پرته هم مخ ته تللی شو.

هغه پرون په دې خبرې سره چې ټوله دنیا د لویدیځ د مالي سیسټم لخوا یرغمل کړې شوي وه وویل ماسکو هڅه کوي په دې ډول عمل وکړي چې سویفټ ته ضرورت ونلري.

لویدیځو هیوادونو په اوکراین کښې د روسیې پوځي اقدام ته په غبرګون کښې تراوسه څو ځله د ماسکو د مالي ادارو ، د انرژۍ د برخې او د سیاسي شخصیتونو بایکاټونه لګولي دي.

د سویفت د بانک له پیغام رسونکي سیسټم سره د روسیې د څو بانکونو د ارتباط غوڅول د ماسکو پرضد د لویدیځ په بایکاټونو کښې شامل دي.

د روسیې ولسمشر پوتین ټینګار کړی د یوې قطبي نړۍ د ساتلو لپاره له هڅو سره سره د یوه قطبي نړۍ پړاو پاې ته رسیدلی دی.

هغه وویل هغه کړچارونه چې د یوه قطبي نظام په وسیله دیکته کیږي په ماتي محکوم دي نور د مخ په پراختیا هیوادونو په بالقوا سترګې نشو پټولی.