سپينه ماڼۍ دې زیاته غوښتنې پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118650-سپينه_ماڼۍ_دې_زیاته_غوښتنې_پریږدي
د ایران خارجه وزیر: سپینه ماڼۍ باید زیاته غوښتنې او شکونه پریږدي او حل لارې ته د رسیدو او د موافقې د ترلاسه کیدو په لاره کښې دې په حقیقت پسندۍ سره ګام پورته کړي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 19, 2022 07:39 Asia/Kabul
  • سپينه ماڼۍ دې زیاته غوښتنې پریږدي

د ایران خارجه وزیر: سپینه ماڼۍ باید زیاته غوښتنې او شکونه پریږدي او حل لارې ته د رسیدو او د موافقې د ترلاسه کیدو په لاره کښې دې په حقیقت پسندۍ سره ګام پورته کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جورف بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې یوې ښې، پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران په اراده کښې هیڅ شک نشته، څرګنده کړه: سپینه ماڼۍ باید زیاته غوښتنې او شکونه پریږدي او حل لارې ته د رسیدو او د موافقې د ترلاسه کیدو په لاره کښې دې په حقیقت پسندۍ سره ګام پورته کړي.

د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د جوزف بورل او هم داشان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول انریک مور د پرله پسې هلوځلو په قدرونې او هم داشان د ایټالیا او فرانسې له خارجه وزیرانو سره خپلو وروستیو خبرواترو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: امریکا باید له تیرې بې ګټې کړنلارې او غیررغنده سلوک او د دباؤ او بندیزونو له اړم څخه له کار اخیستو لاس واخلي.

امیر عبداللهیان د دغو ټیلیفوني خبرو په یوه بله برخه کښې په تهران کښې د ایران، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره، د خوراک او انرجۍ د امنیت په لړ کښې د ایران کړچار بیان کړ.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول هم تراوسه د مذاکراتو په بهیر کښې د ایراني لوري د مثبتې او جدي ارادې په قدرونې سره په روانو حالاتو کښې د طرفینو د آیډیاؤ د وړاندې کیدو او جمع بندۍ په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

بورل هم داشان فاینل موافقې ته د رسیدو لپاره د ځینو پاتې اختلافاتو د هواري او له خنډونو د تیریدو لپاره د اسلامي ایران د عمل له نوښتونو په قدرونې سره، له ټولو لورو سره د ارتباط او صلاح مشورو له لارې د دغه بهیر د اسانولو او چټکولو لپاره د ځان او د خپل مرستیال په چمتووالي ټینګار وکړ.