په سوریې به پوځي حمله د سیمې د هیوادونو په تاوان وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118674-په_سوریې_به_پوځي_حمله_د_سیمې_د_هیوادونو_په_تاوان_وي
د اسلامي انقلاب معظم لارښود نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په تیره بیا تجارتی همکاریو په زیاتیدا په ټینګار سره صیهونیسټ رژیم د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو اصلی عامل وباله او زیاته یې کړه امریکا او صیهونیست رژیم د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2022 11:13 Asia/Kabul
  • په سوریې به پوځي حمله د سیمې د هیوادونو په تاوان وي

د اسلامي انقلاب معظم لارښود نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په تیره بیا تجارتی همکاریو په زیاتیدا په ټینګار سره صیهونیسټ رژیم د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو اصلی عامل وباله او زیاته یې کړه امریکا او صیهونیست رژیم د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې .

 

 د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د سوریې د مځکنی بشپړتیا په ساتلو  په ټینګار سره وفرمایل د سوریې په شمال کې هرډول پوځی حمله به په پریکنده د ترکیې ، سوریې او ټولې سیمې په تاوان او د ترهه ګرو په ګټه وي .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود نن  د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې  د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په تیره بیا تجارتی همکاریو په زیاتیدا په ټینګار سره صیهونیسټ رژیم  د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو اصلی عامل وباله او زیاته یې کړه امریکا او صیهونیست رژیم د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې .

د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی امت عزت او عظمت له سلیقه ای اختلافاتو په تیریدا او د درز اچونکیو سیاستونو په وړاندی د ځیرتیا پامته داره وبلله او ویې فرمایل په سیمه کی د دښمنی او اختلاف د رامینځته کولو یو عامل صیهونیسټ غاصب رژیم دی چی امریکا ترې ملاتړ کوی .

د رهبرۍ ستر مقام فلسطین د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله وبلله او تینګار یې وکړ صیهونیسټ رژیم ته د ځینو حکومتونو له اقبال سره سره ملتونه له دغه غاصب رژیم سره په ژوره مخالف دي .

هغوی پر دې په ټینګار سره چی باید په امریکا او صیهونیسټ رژیم تکیه ونشی وفرمایل نن نه یوازې صیهونیسټ رژیم ، امریکا او نه نور د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې او د کار نتیجه به د فلسطیني ولس په ګټه وی ږ

د اسلامی انقلاب معظم لارښود له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې  لپاره د ایران په ملګرتیا د ترکیې د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې وفرمایل د ایران اسلامی جمهوریت به له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې مطمینا له ترکیې سره ملګرتیا وکړی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پر دې په ټینګار سره چی د ترکیې او د هغه د پولو امنیت د ایران امنیت دې وفرمایل ترکیه هم د سوریې امنیت خپل امنیت وبولی .

هغوی همداراز د ایران او ترکیې د اقتصادي ملګرتیاو او تبادلاتو اندازه او کیفیت له موجودو ظرفیتونو ډیر کم وباله او ټینګار یې وکړ دغه مسله د دواړو ولسمشرانو ترمینځ په مزاکراتو کی حل شی .