د سوریې په مځکنی بشپړتیا د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ټینګار
ایران ، روسیه او ترکیه په وروستیو کلونو کې د سوریې د موضوع پر سر د خبرو اترو لپاره په دغه هیواد کی څه د پاسه ۱۱ کلونو نښتې د ختمولو په خاطر د استانه د سولې بهیر په توګه استفاده کوی ، خو په داسې حال کی چی ایران او روسیه د بشار اسد د قانونی دولت پلویان دي ، ترکیه د دمشق حکومت له ځینو مخالفانو ملاتړ کوی .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سوریې د مځکنی بشپړتیا په ساتلو په ټینګار سره وفرمایل د سوریې په شمال کې هرډول پوځی حمله به په پریکنده د ترکیې ، سوریې او ټولې سیمې په تاوان او د ترهه ګرو په ګټه وي .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی د ترکیې او د هغه د پولو امنیت د ایران امنیت دې وفرمایل ترکیه هم د سوریې امنیت خپل امنیت وبولی ، د سوریې مسلې باید په خبرو اترو سره اوارې شی او ایران ، ترکیه ، سوریه او روسیه په خبرو سره دغه مسله ختمه کړی .
د ترکیې ولسمشر هم د دې خبرې په کولو سره چی د سوریې د مځکنی بشپړتیا په اړه د ترکیې دریځ جوت دې ، وویل د سوریې له دولته تمه لرو چی سیاسی بهیرونه پیل کړی . د استانه په غونډه کی د سوریې مسله په ځانګړی توګه په ایجنډا کې شامله ده او هیله من چی ښو نتیجو ته ورسو .
دا کتنه په داسې حال کی وشوه چی د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د وسریې د شخړې په اړه د اسلامی انقلاب له معظم لارښود او ولسمشر سید ابراهیم رییسی په شمول له ایراني چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته سفر کړی دی او د استانه بهیر د ضامنو هیوادونو اوومه سرمشریزه د اسلامی ایران ، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو په شتون سره نن په تهران کی ترسره شی .
ایران ، روسیه او ترکیه په وروستیو کلونو کې د سوریې د موضوع پر سر د خبرو اترو لپاره په دغه هیواد کی څه د پاسه ۱۱ کلونو نښتې د ختمولو په خاطر د استانه د سولې بهیر په توګه استفاده کوی ، خو په داسې حال کی چی ایران او روسیه د بشار اسد د قانونی دولت پلویان دي ، ترکیه د دمشق حکومت له ځینو مخالفانو ملاتړ کوی .
له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه د سوریې په شمال د ترکیې حملې په سیمه کی یو اختلافی مورد دې . ایران د وسریې د مساییلو د حل په ضرورت ټینګار لری او سیاسی حل لاره د ترکیې د اندیښنو د کمولو لپاره یوازنۍ حل لاره بولی . په همدې چوکاټ کې د ایران ډیپلوماسۍ ادارې په وروستیو اونیو کې دسوریې او ترکیې له چارواکو سره سلاومشورې په خپلې ایجنډې کې راوستي دي او د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان انکارا او دمشق ته په سفر سره د سیاسی حل لارې د موندلو او په سیمه کې د هر ډول تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره د دواړو هیوادونو له چارواکو سره خبرې اترې وکړی .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز د خپلو ویناو په یوه بله برخه کی پر دې په ټینګار سره چی باید په امریکا او صیهونیسټ رژیم تکیه ونشی وفرمایل نن نه یوازې صیهونیسټ رژیم ، امریکا او نه نور د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې او د کار نتیجه به د فلسطیني ولس په ګټه وی .
د رهبرۍ ستر مقام تل له صیهونیسټ رژیم سره هرډول ارتباط د اسلامی نړۍ او سیمې د مشکلاتو د اصلی عامل او جرړې په توګه یاد کړی اود سیمې حکومتونو ته یې یادونه کړی ده چی له صیهونیسټ رژیم سره ارتباط چی خپل پراختیا غواړي هدفونه تعقیبوی ، هیڅکله د فلسطینانو او د مسلمانانو د سپیڅلیو ځایونو پرضد د هغو د جنایتونو د کمیدا سبب ندي شوي .
پر دې اساس شک نشته چی صیهونیسټ رژیم په نیواکګرۍ او انساني ضد رویوپه تیره بیا فلسطینی ملت پرضد اوږدې مخنینې سره هیڅکله په هغو سوله ایزو اړیکو چی د سیمې د مسلمانو ملتونو د ګټو تضمینونکی وی ، ندې او له اسلامی او عربی هیوادونو سره د اړیکو له عادی کولو په سیمه کی له انزوا د وتلو ، د اسلامی ټولنو د کمزوری کولو او همداراز د نیواکګرۍ او پراختیا غوښتنې د دوام په شان هدفونه تعقیبوي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم د اسلامی امت عزت او عظمت له سلیقه ای اختلافاتو په تیریدا او د درز اچونکیو سیاستونو په وړاندی د ځیرتیا پامته داره وبلله او ویې فرمایل په سیمه کی د دښمنی او اختلاف د رامینځته کولو یو عامل صیهونیسټ غاصب رژیم دی چی امریکا ترې ملاتړ کوی .