صهیونیسټ رژیم د اسلامي نړۍ د ټولو کړکیچونو اصلي عامل دی
زمونږ خبریال وایي د وحدت په لومړنۍ سیمه ییزې غونډې کښې ګډون کوونکو په پاییزې بیانیې کښې د فلسطین مسله د اسلامي امت د پیښو په سر کښې وبلله او صهیونیسټ رژیم یې د اسلامي دنیا د کړکیچونو اصلي عامل وباله.
د اسلامي وحدت لومړنۍ سیمه ییزه غونډه «کردستان د اسلامي امت د وحدت او د قومونو او د مذهبونو په ګډه د ژوند کولو د تحقق د بیلګې »په نوم سره پرون د ایران د کردستان ولایت په مرکز سنندج ښار کښې ترسره شوه.
د دغه غونډې په پاییزې بیانیې کښې ویل شوي دي تر ټولو ستر کړکیچونه چې اسلامي دنیا همدا اوس ورسره مخامخ ده تفرقه ، د اسلامي هیوادونو ویشل او د حکومتونو ترمینځ د اعتماد نشتون دی.
دغه بیانیې له اوسنیو کړکیچونو سره د مقابلې یوازنۍ لاره مقاومت ، فکري ، کلتوري ، اقتصادي ، سیاسي او پوځي پایدارۍ اعلان کړه.
دغه بیانیه وايي د ترهګرۍ تاوتریخجنه او ویرونکي ښکارنده چې ځینې اسلامي هیوادونه ورسره ښکیل دي د امریکا د دسیسې او د صهیونیسټي ترهګرۍ د دوام لپاره ترسره کیږي چې د هغې نهايي هدف د اسلامي دنیا د نقشې له بیا انځورولو وروسته په مسلمانانو باندې د سلطې اعمالول او د مدیریت شوي ګډوډۍ په نوم د پلان اجرا کول دي او بیا د نوي مینځني ختیځ د رامینځته کولو هدف ته رسیدل دي.
د ایران په کردستان سیمه کښې د وحدت د لومړۍ سیمه ییزې غونډې ګډونوالو په دغه بیانیې کښې په اسلامي ملتونو او حکومتونو غږ وکړ تر هغه ځایه چې کولای شي د فلسطین مهمې مسلې ته پام وکړي او اجازه دې ورنکړي چې اوسني جعلي کړکیچونه دغه هیوادونه له دغه مهم لومړیتوب څخه لیرې کړي.
د غونډې ګډونوالو دغه راز ځینو اسلامي هیوادونو په تیره بیا سوریې ، یمن ، عراق او افغانستان ته ورپیښو خطرونو ته اشاره وکړه او په سیمه کښې د امنیت او د سولې د ټینګیدا او د هیوادونو د ویشل کیدا د مخنیوي په هدف سره یې د دوه چنده هڅو د ترسره کولو او د ټولو امکاناتو د کارولو غوښتنه وکړه.