لویدیځي آسیا دډله ایزامنیت لپاره سیمه ایزې ملګرتیا ته اړتیا لري
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ووئيل،لویدیځي آسیا سیمه دچټي ائيتلافونو او ناکاره دفاعي سسټمونو په ځاي د ډله ایز امنیت د تامینولو لپاره سیمه ایزې دوستۍ او ملګرتیا ته اړتیا لري.
ناصرکنعاني چافي نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په تهران کې د آستانې د خبرواترو دبهیر د ضامنو هیوادونو د اومې سرمشریزې دعکس په خپرولو سره لیکلی دي،د ایران اسلامی جمهوریت، دیواړخیز پالنې په ضد او دسولې یو شریک دی.
دایران دخارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده،سوله،ثبات او ګډه پراختیا،د پرَدَیو له لاسوهنې لیرې په خبرواترو او ډله ایزې ملګرتیاسره، ترلاسه کیدلی شي.
کنعاني پرون هم په خبري کنفرانس کې وئيلي وو،د ګاوڼډیو،سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو په وسیله له څو اونیز ډيپلوماټيک ټریفک وروسته،تهران د ایران د اسلامی جمهوریت د ډيپلوماسۍ لپاره د یوې ځلانده ورځې او دیوې ډيرې رغنده غونډې کوربه ؤ .
هغه زیاته کړې ،ایران دترهه ګرۍضد او له یواړخیز پالنې او پوځيتوب سره د مقابلې ضدډيپلوماسۍاو ائيتلاف په پلازمینې بدل شوی او د ایران هوښیارې،تاند او عمل پالې ډيپلوماسي،په وروستیو میاشتو کې د مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ژورې دوستۍ او په سیمې کې د امنیت اوثبات د تثبیت لپاره خپل ټول توان اوظرفیّت کارولی دی .