ایران د اونۍ په هینداره کې
مریکا او صیهونیست رژیم د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او ورسره پلاوي په کتنه کښې،د سوریې مسئله ډیره مهمه وبلله او په دغه هیواد باندې له پوځي حملې سره د مخالفت او د هغې د مخنیوي په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په دریځ باندې په ټینګار سره یې وویل: د سوریې په موضوع کښې یوه بله مهمه مسئله د امریکایانو له خوا د فُرات د ختیځې برخې د تیل لرونکو او ښیرازو سیمو نیواک دی چې پکار دی له یادې سیمې د هغوي په شړلو سره یې علاج وشي.
د رهبرۍ ستر مقام په دغه کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی نړیوالې پیښې مخ په زیاتدیونکیو او متقابلو ملګرتیاو ته د ایران او روسیې د اړتیا ښودونکی دي ، زیاته کړه د تیلو اوګازو په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ یو لړ تړونونه او تفاهمونه روان دي چی باید تر پایه تعقیب او عملیاتي شي .
د روسیې ولسمشر پوتین هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په ملاقات کښې، د نورو هیوادونو د لوټلو او بندیزونو لپاره د ډالر له اوزاره د امریکا ناوړه استفادې ته په اشارې سره، دغه کار په پاې کښې د هغوي په تاوان او په ډالر باندې د نړیوال اعتماد د کمزورتیا او د بدیلو پیسو د کارولو په لور د هیوادونو د تګ لامل وباله او ویې ویل: روسیه او ایران د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د ملي کرنسۍ د کارولو لپاره نوې طریقې پلانوي. د روسیې ولسمشر د قفقاز سیمې په هکله د انقلاب د معظم رهبر د دریځونو په پخلي سره، د سوریې په شمال باندې له پوځي حملې سره د مخالفت په شمول د سوریې په پیښه کښې له ایران سره د خپل هیواد دریځونه بیخي سمون خوړونکي وبلل او ویې ویل د فرات ختیځه سیمه باید د سوریې د پوځي ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په تیره بیا تجارتی همکاریو په زیاتیدا په ټینګار سره صیهونیسټ رژیم د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو اصلی عامل وباله او زیاته یې کړه امریکا او صیهونیست رژیم د فلسطینانو د ژور حرکت مخه نشی نیولې . د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی امت عزت او عظمت له سلیقه ای اختلافاتو په تیریدا او د درز اچونکیو سیاستونو په وړاندی د ځیرتیا پامته داره وبلله او ویې فرمایل په سیمه کی د دښمنی او اختلاف د رامینځته کولو یو عامل صیهونیسټ غاصب رژیم دی چی امریکا ترې ملاتړ کوی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود پر دې په ټینګار سره چی د ترکیې او د هغه د پولو امنیت د ایران امنیت دې وفرمایل ترکیه هم د سوریې امنیت خپل امنیت وبولی .
ایران ، ترکیې اوروسیې په تهران کې د آستانې دغونډې په پایزې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې دسورئې شخړه ، هیڅ پوځي حل لاره نه لري ، په ټولو شکلونو اومظاهر کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دملګرتیا پر دوام ټينګار وکړ. د تهران په کوربتوب او د ایران ، روسیې اوترکیې د ولسمشرانو په شتون سره د آستانې د خبرواترو د ضامنو هیوادونو اومه سرمشریزه د نهې په ورځ ترسره شوه .
د آستانې دخبرواترو په چوکاټ کې د دمشرانو په درې اړخیزې غونډې کې د ایران د اسلامی جمهوریت ، د روسیې فیډریشن او دترکیې جمهوریت د ولسمشرانو په ګډې اعلامیې کې راغلي دي ، درې واړه هیوادونه (ایران ،روسیه ،ترکیه)د سورئې د عربی جمهوریت حاکمیت ، خپلواکه ،وحدت او مځکنۍ بشپړ تیا او همداراز د ملګروملتو د منشور د اصولو او موخو په خپلې نه لړزیدونکي ژمنتیا ټينګار کوي او جوتوي چې دغه اصولو ته باید ټول احترام وکړي او له عاملانو ئې ورتیر هیڅ اقدام باید دغه اصول کمزوري نه کړي .
دغه اعلامیه همداراز د هغو حملو پشمول چې عمومي تاسیسات په نښه کوي او د بې ګناه خلکو مرګ ژوبلو سبب کیږي ، دسورئې په مختلفو سیمو کې له ډول ډول نامو سره د اړونده ترهه ګرو ډلو ټپلو دشتون او فعالیت زیاتیدا په کلکه محکوموي او دسورئې له شمال سره داړونده درستو تمهیداتو د بشپړ اجرا په ضرورت ټينګار کوي . دغه اعلامیه همداراز ، د هغو حملو پشمول چې عمومي تاسیسات په نښه کوي او د بې ګناه خلکو مرګ ژوبلو سبب کیږي ، دسورئې په مختلفو سیمو کې له ډول ډول نامو سره د اړونده ترهه ګرو ډلو ټپلو دشتون او فعالیت زیاتیدا په کلکه محکوموي او دسورئې له شمال سره داړونده درستو تمهیداتو د بشپړ اجرا په ضرورت ټينګار کوي .
د آستانې دخبرواترو دضامنو هیوادونو مشرانو ،د خپلواکۍ د ناراواؤ نوښتنو پشمول له ترهه ګرۍ سره د مبارې په پلمه د نوو میداني واقعیّتونو د رامینځةکولو لپاره درستې هڅې باطلې ګڼي او له هغو درستو بیلتون غواړو ایجنډو سره چې د سورئې د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړ تیا دکمزوری کولو په موخې سره ترسره کیږي ، او همداراز د له سیمې د ورآخوا نفوذیانو او حملو له لارې د ګاونډیو هیوادونو دملی امنیت په ضد ګواښ حسابیږي ،هیڅکله هم د منلو وړ ئې نه ګڼي .
ایران ،روسیې اوترکیې همداراز د تیلو له غیر قانوني نیواک او منتقلولو سره او دهغو له خرڅلاؤ څخه دترلاسه شوو عایداتو له منتقلولو سره ، چې له سورئې سره اړونده دي ، خپل مخالفت اعلانوي .
ایران ،روسیې او ترکیې موافقه کړې و چې د ادلب او په شاوخوا کې ئې د انساني وضعیّت پشمول دتاؤتریخوالو دکمیدا په سیمې کې د حالاتو دتل پاتې عادي کیدا څخه د ډ اډمنیدا لپاره لازیاتې هلې ځلې وشي . دوي همداراز په سورېئ کې دا نساني شرائطو په باب خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه ا و هغه درست یو اړخیز بندیزونه چې له نړیوالو حقوقو او بشری حقوقو سره او دغه راز د ملګروملتو له منشور سره په توپیر کې دي ، په بشپړ ډول ردوي .
د پیسو نړیوال صندوق په یوه راپور کې د ایران اقتصاد د نړۍ څوارلسم اقتصاد اعلان کړ .
ايي ایم ایف په دغه راپور کښې وویل چې د ایران داخلي ناخالص تولید یو اعشاریه اوه ټریلیونه ډالره دی او د میکسیکو ، ترکیې ، د اسپانیا ، سویډن او د سعودي عربستان په شمول له ډیرو هیوادونو لوړ شوی دی.
دغه راپور وايي امریکا په پینځویشت اعشاریه درې ټریلیونه ډالره ناخالص داخلي تولید سره د نړۍ کابو څلورمه برخه اقتصاد جوړوي او چین په نولس اعشاریه نهه ټریلیونه ډالرو سره په دوهم مقام کښې دی.
د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف اټکل کړی دی چې د نړۍ اقتصاد د روان میلادي کال تر پاې پورې کابو یوسل څلورو ټریلیونه ډالرو ته ورسیږي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دمشق په خوا کښې د سوریې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې ورځې توغندوي حملې په کلکه وغندلې. اسرائیلو له نیواکي جولان سیمې د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په ګاونډ کښې په څو سیمو توغندوي وویشتل چې له کبله یې د سوریې د پوځ درې عسکر ووژل شول او اوه نور ژوبل شول.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دغو توغندوي حملو د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت د ویلو او د سوریې ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې وویل په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې حملې او تیري د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ او د نړیوالو پيژندل شویو مقرراتو او د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
هغه ټینګار وکړ په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم بیا بیا حملې د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ په خلاف ورزۍ سربیره له وسله والو ترهګرو سره مرسته کول او د سورې په خاوره کښې د ټروریستانو د پیاوړي کولو او ساتلو لپاره هڅه ده چې په عمل کښې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ کوي.
کنعانی چافی د صیهونیست رژیم د غیر قانوني کړچارونو په وړاندی د بشری حقوقو د مدعیانو او نړیوالو مسلو ادارو او ټولنو په پوښتنه راپارونکی چوپتیا په حیرانتیا او خواشینۍ څرګندولو سره جوته کړه نړیواله ټولنه په تیره بیا منیت شورا ضروری ده د صیهونیست رژیم د خطرناکو کړچارونو او دوتانداره جنایتونو په وړاندی په خپل مسولیت عمل وکړی .
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیرامیر عبداللهیان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جورف بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې یوې ښې، پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران په اراده کښې هیڅ شک نشته، څرګنده کړه: سپینه ماڼۍ باید زیاته غوښتنې او شکونه پریږدي او حل لارې ته د رسیدو او د موافقې د ترلاسه کیدو په لاره کښې دې په حقیقت پسندۍ سره ګام پورته کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د جوزف بورل او هم داشان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول انریکه مورو د پرله پسې هلوځلو په قدرونې او هم داشان د ایټالیا او فرانسې له خارجه وزیرانو سره خپلو وروستیو خبرواترو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: امریکا باید له تیرې بې ګټې کړنلارې او غیررغنده سلوک او د دباؤ او بندیزونو له اړم څخه له کار اخیستو لاس واخلي.
امیر عبداللهیان د دغو ټیلیفوني خبرو په یوه بله برخه کښې په تهران کښې د ایران، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره، د خوراک او انرجۍ د امنیت په لړ کښې د ایران کړچار بیان کړ.
پای