د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې
د ایران خلاف د پریکړه لیک صادریدل یو کړکیچ جوړونکی کار دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادریدل د ایران په ولس باندې د دباؤ اچولو په موخه یو کړکیچ جوړونکی اقدام و
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادریدل د ایران په ولس باندې د دباؤ اچولو په موخه یو کړکیچ جوړونکی اقدام و
سید ابراهیم رئیسي پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د ایران خلاف د امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو د نارغنده دریځونو او اقداماتو په غندلو سره زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک صادرول د سیاسي اعتماد د خرابیدو لامل شوي دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر هم داشان د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره د ایران د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پام وړ ودې ته په اشارې سره د ایران خلاف د امریکې بندیزونه د نړیوال اقتصاد په تیره بیا د اروپا په تاوان وبلل.
هغه د هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو په هواري کښې د جنګ د اصالت په نفي کولو او د امنیتي باور جوړوې په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په یوکرین کښې د نښتو په ختمولو او د سیاسي خبرواترو له لارې د مسائلو په هوارولو کښې رول لوبولو ته تیار دی.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په سیمه کښې د سیاسي بهیرونو په کامیابیدو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول لوبونې په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: د فرانسې حکومت د سوریې خلاف د سیمې د ځینو هیوادونو له پوځي عملیاتو سره د مخالفت په هکله د ایران له دریځه ملاتړ کوي.
هغه همد اشان نتیجې ته د ایټمي مذاکراتو د رسیدو په لاره کښې د فرانسې د رول لوبونې په دوام باندې ټینګار وکړ.