ایران کښې د صهیونیسټي رژیم یوه ډله جاسوسان ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118860-ایران_کښې_د_صهیونیسټي_رژیم_یوه_ډله_جاسوسان_ونیوی_شول
د ایران د اطلاعاتو وزارت وویل چې امنیتي ځواکونو د صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادارې د کسانو یو نیټ ورک نیولی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2022 01:47 Asia/Kabul
  • ایران کښې د صهیونیسټي رژیم یوه ډله جاسوسان ونیوی شول

د ایران د اطلاعاتو وزارت وویل چې امنیتي ځواکونو د صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادارې د کسانو یو نیټ ورک نیولی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره څرګنده کړې ده: د صهیونیسټي رژیم د جاسوسي ادارې د هغو کسانو نیټ ورک چې د ترهګرو عملیاتو په موخه ایران ته رالیږل شوي وو، له هیڅ ډول ترهګر اقدامه مخکښې د امام زمان د ګمنامو سرتیرو له خوا پيژندل شوي او ټول عملیاتي عناصر یې نیول شوي دي.

په دغې خبرتیا کښې راغلي دي: نیول شوي غړي چې د یو ګاونډي هیواد له لارې د صهیونیسټي رژيم له جاسوسي او ترهګرې ادارې (موساد) له عواملو سره په اړیکه کښې وو، په ډیرو ماډرن عملیاتي او ارتباطي تجهیزاتو او په ډیرو زورورو چاودونکو توکو سره یې د ایران په ځینو حساسو سیمو او له مخکښې نه په ټاکل شویو اهدافو کښې د بې مخینې ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود خو د ایران د امنیتي ځواکونو په وارمخکښې او څو پړاویزو عملیاتو مسره پيژندل شوي او ونیوی شول.