د روسیې او ایران تر مینځ ازاده تجارتي سیمه رامینځ ته کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ازاد اقتصادي سیمو د شورا مشر د ایران او روسیې تر مینځ د ازاد تجارتي او اقتصادي سیمې د رامینځ ته کېدو خبر ورکړی دی.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ازاد اقتصادي سیمو د شورا مشر سعید محمد د دې په بیانولو چي د ایران اسلامي جمهوریت ګاونډیو سره د ازاد تجارتي سیمو د رامینځ ته کولو په لټه کې دی، وویل: په دې زمینه کې مو له روسیې سره ځینې هوکړي شوي چي په نږدې راتلونکی کې د دواړو هیوادونو تر مینځ یوه ازاده تجارتي او اقتصادي سیمه رامینځ ته کړو.
هغه زیاته کړه: د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي سره په خبرو اترو کې دواړو هیوادونو د شمال جنوب د اقتصادي کرېډور په رامینځ ته کولو تاکید کړي دي، که څه هم روسیه په استاراخان کې د ټرانزیت له ځینو امکاناتو څخه برخمنه ده، لیکن مونږ هم د یاد کرېډور د فعاله کولو په لړ کې ځینې ژمنې کړي دي چي باید ژر تر ژره عملي کړای شي.