د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118992-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

ګرانو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران  چاپ د کیهان ورځپاڼې مهم سرټکي ولولو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  د ټول هیواد د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په غونډې کښې په دې خبرې سره چې  د اټومي خبرو اترو نتیجي ته رسیدل له هر شي زیات د مقابل لوري ارادې ته اړتیا لري وویل د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ منطقي او عقلاني دي او ښکاره خبره ده که چیرې مقابل لوری یعني امریکا عقلاني او منطقي چلند وکړي خبرې اترې نتیجې ته رسیدلی شي.

د جرمني د خارجي سوداګرۍ او د اقتصادي پراختیا د فیډرال اتحادیې مشر مایکل شومان وویل د ایران پرمختګونو ته په پام سره له تهران سره د تجارتي اړیکو غوڅول له دې زیات چې د ایران په تاوان شي د جرمني تاجرانو ته تاوانونه رسولي دي.

د روسیې د ګازو د صادریدا د کمیدا خبر بیا هم د تیلو بیې زیاتې کړې.

د اروپايي اتحادیې د انرژۍ کمشنر پرون وویل اروپا ته د ګازو د کمولو په هکله د روسیې د ګاز پروم شرکت اعلان سیاسي انګیزه لري.

د بریتانیا د کنزوریټو ګوند له مشرۍ د څنګ ته کیدا په هکله د استعفا شوي لومړي وزیر بوریس جانسن له پخوانۍ ژمنې سره سره د مشرانو جرګې هاوس اف لارډ یو غړی وايي بوریس جانسن ورته ویلي دي د کنزرویټو ګوند د مشر په توګه پاتې شي او هر هغه شی چې په لومړي وزارت د دې د پاتې کیدا خنډ شي له مینځه وړي.

یمن له اوربند سره سره په تیرو څلورو میاشتو کښې هره ورځ د سعودي عربستان له بمباریو سره مخ دی.

د یمن چارواکي د جنګ ختمیدل د خپل د نظر وړ د شرطونو له منلو سره اړونده کړي دي.

د عراق ځینې سیاسي شناندي چې د ترکیې د تیریو په وړاندې د عراق د حکومت او د عراق د کردستان سیمې د چارواکو په چپتیا یا انفعال نیوکه کوي وايي ترکیه د عراق په تیلو او  ګازو باندې د خیټه د اچولو هڅه کوي.

په ایران کښې د لبنان د حزب الله استازي لبنان ته د سونګو د استولو لپاره د ایران او د لبنان د مالي موافقې د جزیاتو په هکله په ټينګار سره وویل چې د دغو تیلو پیسې ایران ته ورکړل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ د جوړښت او د عسکرو کمزورتیا داسی شی نه دی چې نن سبا یوازې د د غه رژیم د مخالفانو او د دوښمانانو لخوا اعلان شي.

نن سبا د اسرائیلو رسنۍ ، پوځي جنرالان او کارپيژاندي په مرتب ډول د دغو کمزورتیاو په هکله خبرداری ورکوي او په غیر مستقیم ډول وايي په راتلونکي جنګ کښې زمونږ کار ختم دی.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس کاناډا ته په سفر کښې په هغو ښوونځیو کښې چې ځايي خلک پکښې شکنجه شوي وو او هغوې وژل شوي او هلته خاورو ته سپارل شوي وو د کاتولیک کلیسا د رول په هکله له ځايي خلکو بخښنه وغوښتله.

د امریکا «نیشنل اینکوایرر» مجلې په خپلې نوي ګڼې کښې ولیکل چې په هیواد کښې دوهم کورنی جنګ پیل شوی.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ اطلات ورځپاڼه ولولو او مهم سرټکي به یې درسره شریک کړو.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ټول هیواد د جمعې لمانځه د خطیبانو په غونډې کښې وویل اټومي خبرې نتیجې ته رسیږي که چیرې مقابل لوری عقلاني عمل وکړي.

د امریکا فارن افیرز مجلې په یوه راپور کښې د روسیې او د اوکراین ترمینځ اوسني جنګ او دغه جګړې ته د ځینو لویدیځو هیوادونو ورګډیدا ته په اشارې سره د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا احتمال ورکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هیواد یې د ناټو  غړی او متحد دی په یوه بې ساري اقدام کښې د لویدیځو هیوادونو د مشرانو په کړچار باندې نیوکې سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دفاع وکړه او ویې ویل د روسیې په وړاندې د لویدیځو هیوادونو کړچار ښه سیاست نه دی.

د تیونس د اساسي قانون ټولپوښتنه په داسې حال کښې د هیواد د خلکو په کمزوري او ماتیدونکي مثبو رایو سره پاې ته ورسیدله چې یوازې اوویشت اعشاریه څلور پنځوس فیصده خلکو چې اکثره یې د ولسمشر قیس سعید ملاتړي وو ګډون وکړ.

د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک په یوې مقالې کښې اسرائیلو رژیم ته د ماتي ورکولو لپاره د ایران په وس اعتراف وکړ او ویې ویل اسرائیلو ته د شکست د ورکولو لپاره د ایران وس باید کم ونه ګڼو.

د عراق د لومړي وزارت د ډیرې  مهمې  او کلیدي څوکۍ لپاره د کاندید په توګه د شیعیانو د غږملتیا د پلاوي د نهايي انتخاب په توګه د «محمد شیاع السوډاني» انتخابیدا د اکثرو سیاسي ګوندونو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله له المیادین ټيلي ويژن سره په مرکه کښې د سیمې او د لبنان وروستي حالات بیان کړل او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیسټ رژیم  ختمیدل ډیر نږدې دي.

خبري سرچینو د کاناډا په لویدیځ کښې واقع په بریټیش کلمبیا ولایت کښې په لنګلي ښار کښې د څو ډزو د پیښو د رامینځته کیدا خبر ورکړ.

د الجزایر خارجه وزیر «رمطان لعماره» په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کښې وویل چې سوریه د عربي نړۍ اصلي ستنه او د عربو اتحادیې د جوړولو غړي ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوې ټیلي ویژني مرکې کښې له ایران څخه د نورو ډیرو طبیعي ګازو او د تیلو د اخیستلو خبر ورکړ.

هغه وویل ترکیه به له ایران څخه د طبیعني ګازو او د تیلو اخیستل زیات کړي.

د روسیې په مقابل کښې جنګ کښې له اوکراین څخه د صهیونیسټ رژیم ملاتړ چې د ماسکو متقابل غبرګون یې راپارولی دی کریملین په روسیې کښې د « یهود اژانس» په فعالیت د بندیز حکم ورکړ.

د عراق د پوځ لوی درستیز «عبدالامیر رشید یار الله» په یوې وینا کښې د عراق په شمال کښې د ترکیې د پوځ د نیواکګرۍ د ختمولو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل د ترکیې پوځیان د عراق له کردستان سیمې ایستلو ته مجبورو.

()

ګرانو لوستونکو  اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي درسره شریک کړو.

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې وروستیو ناڅاپي سېلابونو ته پام اړولی او لیکي، نن ورځ افغانستان ته د نړیوالو ډېر پام هله اوړي چې سترې نړیوالې مرستندویه ټولنې د مالي مرستو د را ټولولو لپاره د وږو افغان ښځو او ماشومانو پوسټرونه خپروي.

یا په افغانستان کې لکه د تېرې جون میاشتې د مرګونې زلزلې په څېر ناورینونه رامنځته کېږي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه په دې وروستیو ورځو کې د دې جګړه ځپلي هېواد ډېر ښارونه او کلي چې له مخکې په جګړو کې وران یا زیانمن شوي، د سختو بارانونو او د ناڅاپې سېلابونو د راوتلو شاهدان و.

وړاندې لولو چې د هیمالیا د غرونو په څوکو او لمنو کې طبیعي یخچالونه ویلي شوي چې له امله یې مرګوني سېلونه د افغانستان د شمالي سیمو له غرونو راوتلي او د دې هېواد د جنوب تر دښتو پورې سیمې یې  اغېزمنې کړي دي.

ګارډین وړاندې لیکي، دغه طبیعي یخچالونه چې په سرعت د له مینځه تلو په حال کې دي، د هغو افغانانو د معیشت یوازینۍ سرچینې دي چې تر ډېره په طبعي سیندونو او اوبو متکي دي.

خو له دې سره سره په دې وروستیو څو اونیو کې د اوبو د مهارولو او ذخیره کولو په برخه کې په افغانستان کې په ملي سطحه هیڅ د پرمختګ کار نه ‌دی شوی او له بلې خوا هم د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه په سرعت او ګواښونکي ډول د ټیټېدو په حال کې ده.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې اقلیمي بدلون دومره واقعي دی چې د دې احتمال شته چې په راتلونکو میاشتو کې به د خوړو یو بل بحران وزیږوي.

()

د ایسټرن اۍ په نوم انلاین خپرونې، د افغانستان هندوانو او سېکهانو سره د طالبانو د یو مشر د لیدنې په اړه لیکلي او وايي په دې لیدنه کې دې طالب مشر افغان سکانو او هندوانو ته د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعا وکړه او ویې ویل چې افغان هندوان او سکان کولی شي خپل هېواد ته راستانه شي.

دا برېتانوي خپرونه زیاتوي، د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر ریس ملا عبدالواسيع د افغان هندوانو او سېکهانو د شورا ځینو غړو سره لیدنه کې وویل، هغه سېکهان او هندوان چې د امنیتي ستونزو له کبله یې افغانستان  پریېښی بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.

ایسټرن اۍ خپرونه وايي، د طالبانو مشران افغان هندوانو او سېکهانو ته د امنیت ډاډ داسې مهال ورکوي چې د جون په اتلسمه نېټه د کابل په «کارته پروان» کې د سېکهانو پر یوې ګوردواره وسلوال برید وشو چې یو سېکهه او ددې ګوردوارې یو مسلمان ساتونکی په‌کې ووژل شول.

دا برید چې مسولیت یې د داعش د خراسان څانګې پر غاړه واخیست، ددې سبب شو چې په افغانستان کې پاتې سېکهان او هندوان هم له دې هېواد څخه ووځي او یا د هېواد د پرېښودلو په تکل کې شي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور تاسو په مهربان خدای سپارو خوشخاله وسئ.