له اورآسیااقتصادي اتحادئې سره دآزدتجارت سیمې موافقه نهائي کیږي
ډي اته ډله یا پراختیائي مسلمان اته هیوادونه، چې انډونیشیا،ایران،بنګله دیش، پاکستان،ترکیه،ملایشیا،مصر او نیجریه پکې شامل دي ، یو هغه ټولنه ده چې داسلامی پراختیائي هیوادونو ترمینځ دپیاوړو اقتصادي اړیکو د رامینځةکولو او له صنعتي هیوادونو سره دخبرواترو دټينګیدا او په نړیوالو بازارونو کې د دغو هیوادونو دنفوذ دپیاوتیا په خاطر جوړه شوې ده.
د ایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر دډي اته ډلې د وزیرانو د شورا په ناستې کې،په نزدې راتلونکي کې د اورآسیا اقتصادي اتحادئې سره د آزادتجارت سیمې دموافقې د نهائي کیدا خبر ورکړ.
ډي اته ډله یا پراختیائي مسلمان اته هیوادونه، چې انډونیشیا،ایران،بنګله دیش، پاکستان،ترکیه،ملایشیا،مصر او نیجریه پکې شامل دي ، یو هغه ټولنه ده چې داسلامی پراختیائي هیوادونو ترمینځ دپیاوړو اقتصادي اړیکو د رامینځةکولو او له صنعتي هیوادونو سره دخبرواترو دټينګیدا او په نړیوالو بازارونو کې د دغو هیوادونو دنفوذ دپیاوتیا په خاطر جوړه شوې ده.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ،د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبدللهیان په بنګله دیش کې دډي اته ډلې د وزیرانو دشورا په شلمې غونډې کې چې د وبینار په بڼه ترسره شوه ، پخپلو څرګندونو کې ووئیل،اقتصادي ډيپلوماسي او له ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو سره دمناسباتو ژورتیا، دایران داسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست یو لومړیتوب دی.
امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې د ایران لپاره دډي اته ډلې په څير د څو اړخیزو لارو چارو پیاوړتیا له ډير اهمیّته برخمنه ده،زیاته کړې ده،ایران تل د یوه کارنده نړیوال اقتصادي نظام دتحقق او ددې ترڅنګ ،اقتصادي پراختیا او ودې ، دخلکو نیکمرغۍ او هوساینې ، دملی کلتورونو او ارزښتونو ساتنې او په نړیوالو اړیکو کې دمناسب ځائيګي دترلاسه کولو لپاره په پراختیائي هیوادونو کې دهیوادونو دډله ایزو هڅو ملاتړ کړی دی.
د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده،داقتصادي همپالنې او دتجارتي تبادلې په حوزې کې هم دیوه آازد تجارت د فاؤنډيشنونو په رامینځةکولو بوخت یوو او ډير زر به د اورآسیا له اقتصادي اتحادئې سره د آزاد تجارت دسیمې موافقه نهائي کړو،او په دغه حساس پړاؤ کې په دې اړه د ایران اسلامی جمهوریت هرډول اقداماتو ته تیار دی .
