افغانستان د ایران د اوبو حق ته ژمن دی
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د انرژۍ او د اوبو وزارت ویاند اختر محمد نصرت ټینګار وکړ چې د نولس سوه دوه اویایم میلادي کال د هیرمند د تړون پراساس د افغانستان حکومت دایران د اوبو حق ورکولو ته ژمن دی.
هغه نن یوځل بیا ټینګار وکړ د افغانستان حکومت د دیارلس سوه یوپنځوسم هجري لمریز کال د تړون پراساس ایران ته د اوبو د حق ورکولو ته ژمن دی خو که چیرې وچکالي وي نو په هماغه اندازه اوبه کمیږي.
په تیرې پنجشنبې ورځ د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر امیرخان متقي سربه په ټیلي فوني خبرو کښې ویلي وو که چیرې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق مسله په چټکۍ او جدیت سره حل نشي د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په نورو حوزو باندې به منفي اغیزونه وشیندي.
په دې زمینه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان هم ټاکل شوی دی چې په نږدې راتلونکي کښې د افغانستان له چاروکو سره خبرې وکړي چې له هیرمن سیند څخه اوبه ایران ته پریښودل شي.