امریکا او اروپایان د خبرو دوام ته پاې بند نه دي
Aug 01, 2022 01:09 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د خارجي سیاست د کمیسیون غړي عباس ګلرو له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ
که څه هم ایران تراوسه په خپلو ټولو اټومي ژمنو عمل کړی دی او په ښه نیت سره په خبرو کښې ګډون لري خو امریکا او اروپايي هیوادونه د خبرو اترو دوام ته پاې بند نه دي.
هغه وویل په امریکا کښې د حکومت موضوع ، د ولسمشر جوبایډن د حالت نه معلومیدا ، په مسائیلو باندې تمرکز نلرل او دغه راز د ډیموکراټ ګوند د پلویانو واټن اخیستل او د کانګرس د مینځ پړاو انتخاباتو ته نږدې کیدل د خبرو اترو په بهیر کښې د امریکایي لوري د کړچار په څرنګوالي اغیر لري.
ګلرو وویل اروپايي هیوادونه باید په عمل کښې د خبرو اترو نتیجې ته په رسولو کښې خپله اراده وښي او دغه کار باید په عمل کښې ثابت شي.
ټیګونه