حسیني اربعین د نړیوال مقاومت د جبهې مرکز دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د حسیني اربعین د مرکزي کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ حسیني اربعین په سیمه او نړۍ کښې د نړیوال مقاومت د جبهې مرکز دی.
هغه د حسیني اربعین د کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کښې د حسیني اربعین د مراسمو په ډیر پرتمین ډول د ترسره کولو لپاره د ټولو وزارتونو ، ادارو او موسسو د اقداماتو د قدرونې او د مننې په ترڅ کښې حسیني اربعین د عاشورا د بقا ضامن او عاشورا د بشریت په عالم کښې د ټولو بدلونونو بیلګه وبلله او ویې ویل د حسیني اربعین د مراسمو ولسي ساتل او په دې زمینه کښې له ولسي ظرفیتونو استفاده کول ډیر مهم دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه د اربعین د حرکت د بنسټ په کیښودلو کښې د حضرت امام زین العابدین علیه السلام حرکت سبب شو چې د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام د پاڅون هدف او د هغه جامع شخصیت د بشریت لپاره بیان شي او هغه د ټولو انسانانو لپاره د بدلون سرچینه ووسي.
هغه په دې خبرې سره هغه کسان به چې د ایران د خلکو په بیلابیلو پرګنو کښې د یوه سرود او ترانې یا د غدیر جشن د ترسره کیدا زغم نلري هڅه وکړي چې د اربعین مراسم ترسره نشي وویل بې شکه د خدای پاک په مهربانۍ او د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام په عنایت او دغه راز د اهل بیت علیهم السلام د مینه والو په ارادې او عزم او د ټولو ادارو په اسانتیا رامینځته کولو سره به د حسیني اربعین په ډیر پرتمین ډول وشي.