ایران نوي سانټري فیوژونو په کار واچول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119244-ایران_نوي_سانټري_فیوژونو_په_کار_واچول
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د سلګونو نویو او پرمختللیو سانټري فیوژونو د کار د پیلیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2022 01:20 Asia/Kabul
  • ایران نوي سانټري فیوژونو په کار واچول

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د سلګونو نویو او پرمختللیو سانټري فیوژونو د کار د پیلیدا خبر ورکړ.

هغه پرون وویل د سلګونو نویو سانټري فیوژونو د کار د پیلولو حکم ورکړل شوی کوم چې ايي ار شپږ او ایي ار یو ډوله دي.

کمالوندي وویل دغه اقدام د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا او د ایران د ګټو د ساتنې او د یولک نوي زره سو(su) د یورانیمو د پخولو اندازې ته د رسیدا لپاره ترسره شوی دی چې د ایران ضرورت پوره کوي او په دې هکله د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته هم اطلاع ورکړل شوي ده.

بل خبر دا چې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اروپايي اتحادیې چارواکي جوزف بورل د خبرواترو د بیلابیلو لورو له لیدتوګو څخه یوه مسوده برابره کړي ده او هغه یې  د اروپايي اتحادیې د غږملوونکي د وړاندیز په توګه ټولو لورو ته ورکړي ده او په هیوادونو کښې په دغه مسودې غور روان دی.