ایران نوي سانټري فیوژونو په کار واچول
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د سلګونو نویو او پرمختللیو سانټري فیوژونو د کار د پیلیدا خبر ورکړ.
هغه پرون وویل د سلګونو نویو سانټري فیوژونو د کار د پیلولو حکم ورکړل شوی کوم چې ايي ار شپږ او ایي ار یو ډوله دي.
کمالوندي وویل دغه اقدام د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا او د ایران د ګټو د ساتنې او د یولک نوي زره سو(su) د یورانیمو د پخولو اندازې ته د رسیدا لپاره ترسره شوی دی چې د ایران ضرورت پوره کوي او په دې هکله د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته هم اطلاع ورکړل شوي ده.
بل خبر دا چې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اروپايي اتحادیې چارواکي جوزف بورل د خبرواترو د بیلابیلو لورو له لیدتوګو څخه یوه مسوده برابره کړي ده او هغه یې د اروپايي اتحادیې د غږملوونکي د وړاندیز په توګه ټولو لورو ته ورکړي ده او په هیوادونو کښې په دغه مسودې غور روان دی.