امریکایان په دباو او بایکاټ سره امتیاز نشی اخیستلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119262-امریکایان_په_دباو_او_بایکاټ_سره_امتیاز_نشی_اخیستلې
عبداللهیان جوته کړه اسلامی ایران هم د امریکا د دغه اقدام په ځواب کې له بیګا راهیسې نویو په سلګونو سانټری فیوجونو ته ګاز ورکول پیل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • امریکایان په دباو او بایکاټ سره امتیاز نشی اخیستلې

عبداللهیان جوته کړه اسلامی ایران هم د امریکا د دغه اقدام په ځواب کې له بیګا راهیسې نویو په سلګونو سانټری فیوجونو ته ګاز ورکول پیل کړل .

د ایسنا خبري اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول جوزف بورل په وروستیوکې یو نوښت وړاندی کړ او د ایران ،  څلور جمع یو او امریکا لپاره یې یو متن ولیږه او په داسې حال کی چی ایران او د خبرو اترو کونکي لوری د دغه متن  په جاجولو او د موافقې لپاره خبرو اترو میز ته ستنیدالپاره کار کوی ، امریکا پرون د یوه  نوی پریکړه لیک په صادرولو سره د بایکاټ په لیسټ کې له ایران سره د ارتباط په دلیل شپږ شرکتونه او یوه کشتی بایکاټ کړل .  عبداللهیان جوته کړه اسلامی ایران هم د امریکا د دغه اقدام په ځواب کې له بیګا راهیسې نویو په سلګونو سانټری فیوجونو ته  ګاز ورکول پیل کړل .

ده وویل امریکایان دا فکر ونکړی چی د ایران د بایکاټ په دوام سره په خبرو کې له ایرانه امتیاز اخیستلې شی . امریکا دې ډیر غوښتنه پریږدی  ،. ایران اهل منطق او مزاکره دې او پیاوړی  موافقې ته د رسیدا لپاره جدی دې .