امریکایان په دباو او بایکاټ سره امتیاز نشی اخیستلې
عبداللهیان جوته کړه اسلامی ایران هم د امریکا د دغه اقدام په ځواب کې له بیګا راهیسې نویو په سلګونو سانټری فیوجونو ته ګاز ورکول پیل کړل .
د ایسنا خبري اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول جوزف بورل په وروستیوکې یو نوښت وړاندی کړ او د ایران ، څلور جمع یو او امریکا لپاره یې یو متن ولیږه او په داسې حال کی چی ایران او د خبرو اترو کونکي لوری د دغه متن په جاجولو او د موافقې لپاره خبرو اترو میز ته ستنیدالپاره کار کوی ، امریکا پرون د یوه نوی پریکړه لیک په صادرولو سره د بایکاټ په لیسټ کې له ایران سره د ارتباط په دلیل شپږ شرکتونه او یوه کشتی بایکاټ کړل . عبداللهیان جوته کړه اسلامی ایران هم د امریکا د دغه اقدام په ځواب کې له بیګا راهیسې نویو په سلګونو سانټری فیوجونو ته ګاز ورکول پیل کړل .
ده وویل امریکایان دا فکر ونکړی چی د ایران د بایکاټ په دوام سره په خبرو کې له ایرانه امتیاز اخیستلې شی . امریکا دې ډیر غوښتنه پریږدی ،. ایران اهل منطق او مزاکره دې او پیاوړی موافقې ته د رسیدا لپاره جدی دې .