په هامبورګ کښې د قرآن کریم له سپکاوي وروسته
د ایران خارجه وزارت د جرمني د سفارت شاذدافیر احضار کړ
په هامبورګ کښې د قرآنِ پاک له بې حرمتۍ نه پس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جرمني د سفیر د نشوالي په وجه په تهران کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروغوښته
د جرمني په هامبورګ ښار کښې د قرآن مجید او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په لړ کښې د یوڅو کسانو له راپارونکي اقدام وروسته په تهران کښې د جرمني د سفارت شاذدافیر د ایران خارجه وزارت ته وروبلل شو او د دغه سپک اقدام له ترسره کونکو سره د جرمني د حکومت په پریکنده چلند ورته تاکید وشه.
د ایران د خارجه وزارت د اروپا د لویدیځې برخې د ادارې مشر د حسیني تاسوعا یعنې د محرم په نهمه ورځ د ترسره شوي سپکاوي په غندلو سره، دغه سپک اقدام د کرکې، تشدد او تندلاریتوب د خورولو یوه څرګنده نمونه وبلله او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دې لړ کښې د جرمني حکومت مسئول ګڼي او د دغه سپک اقدام له ترسره کونکو سره د پریکنده چلند غوښتونکی دی.
له دې مخکښې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم په جرمني کښې د هامبورګ د اسلامي مرکز مخې ته د قرآن کریم او د اسلامي مقدساتو سپکاوی په کلکه غندلی و او په دې لړ کښې یې د جرمني د حکومت د چټک، سخت او څرګند غبرګون غوښتنه کړې ترڅو دا ډول پيښې تکرار نه شي.