د اربعَین لاریون د مقاومت د نړیوالې جبهې پنځیدل دي
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د حسینی اربعّین میلیوني لاریون ،دعاشورا دفرهنګ یوه ځلا او د مقاومت دنړیوالې جبهې رابرسیره کیدا او پنځیدل وبلل.
د ستمبر اولسمه نیټه د ۱۴۴۴قمری کال د صفرې د میاشتې له شلمې نیټې سره برابره ده چې د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو یارانو د شهات څلويښتي ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان پشمول له درستې نړۍ په میلیونونو حسینی مینه وال په دغې ورځې دحسیني اربعَین په ولولناکو دستورو کې د شتون لپاره د عراق کربلا ته ځانونه رسوي.
زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي دحسینی اربعّین د لاریون ترسره کونکي کمیټې له فعالانو سره په کتنې کې ووئيل،د اربَعین لاریون دعاشورا او دعاشوراي کلتور د بقاء لپاره یوه ځلانده بیلګه او پر مځکې د ترټولو ستره انساني اجتماع ده.هغه د اربعّین د عظیم بهیر دلا ولولناک ترسره کیدا لپاره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لارښونو او ټينګارونو ته په اشارې سره ووئیل، دغه دستورې د حضرت سید الشّداءعلیه السلام او د مقاومت دجبهې لارویانو نړیوال ظهور او یوه جلوه ده .
د اسلامی ایران ولسمشر داربعّین په دستورو کې دخلکو د ولولناک شتون د آسانولو لپاره د حکومت درول په بیانولو سره ، داربعیّن د زیارتوالو د سفر د آسانولو لپاره د هیواد له درستوډيپلوماټيکو او داخلی ظرفیّتونو څخه پر استفادې ټينګار وکړ.