د ایران د انرجۍ وزیر او د ملا برادر ملاقات
د ایران د انرجۍ وزیر او د طالبانو د کابینې د مرستیال مشر په خپلو کښې کتلي او د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې
د ایران د انرجۍ وزیر علي اکبر محرابیان د افغانستان د اوبو او انرجۍ له وزیرانو سره له کتنې وروسته بیګا د طالبانو د کابینې د مشر د مرستیال ملا عبدالغني برادر کتنې ته ورغی.
په دغه ملاقات کښې ملا عبدالغني برادر وویل: مونږ له ګاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو.
په دغه ملاقات کښې هم داشان د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي هم شتون درلود.
د ویلو ده چې د ایران د انرجۍ وزیر علي اکبر محرابیان پرون د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تلی دی.
محرابیان وړومبنۍ ایراني وزیر دی چې د وروستي یو کال له بدلونونو وروسته افغانستان ته ځي.
په اوبو او په مختلفو برخو په تیره بیا د انرجۍ په ډګر کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا پورې اړونده مسائل د طالبانو له لوړرتبه چارواکو سره د ایران د دغه پلاوي د ملاقاتونو مهم چورلیزونه وو.