په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۵۵کسان قربانی کړل
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه دپاسه پنځه سوه څلور نوي میلیون څلور لکه کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه شپږ میلیون څلور لکه دوه پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د ورغتیائی چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا د نورو ۵۵ککړکسانو دمړینې دخبر په ورکولو سره وئیلي دي ، تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیریو لک دوه څلویښت زره اته سوه یو شپيته تنو ته ورسید.
په راپور کې وئيل شوي دي دغه راز په تیر شوارزو کې دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په کرونا ویروس نور درې زره درې سوه پنځلس ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي اوه سوه اته نوی کسان په روغتونونو کې بستری شول او همداراز تر دې دمه په ایران کې دکرونائي ککړو کسانو شمیر هم اوه میلیون څلورلکه اته شپیته زره نهه سوو تنو ته رسیدلی چې له دوي همداراز په درملنې پسې اوه میلیون یو لک یو شپیته زره شپږ سوه کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.